روسيي رسما له حزب اسلامي سره د خبرو ملاتړ نه دی کړی
تاریخ: January 3rd, 2017, 6:09 pm

HEKMATYARافغان ځواک: ځينو رسنیو راپورونه ورکړي دي چې روسيي له تورليست څخه د ګلبدين حکمتيار د نوم له ويستو سره مخالفت کړی دی.

اوس اوس حکومتي مسولین وايي چې د روسيي دا مخالفت رسمي نه دی.

د ولسمشر سلاکار او د حزب اسلامي سره د هوکړې د ګمارل شوي کميسيون رئيس اکرم خپلواک وايي چې روسیه مخالفه نه ده بلکه په ځينو مواردو کې واړه ملحوظات لري.

نوموړی وايي چې روسيي تر دې دمه په دې اړه رسمي مخالفت نه دی کړی.

نوموړی وايي چې افغان حکومت کوښښ کوي له ديپلوماتيکې له لارې د روسيي او نورو هیوادونو هغه انديښنې چې لري يي لرې کړي.

نوموړي وويل چې دوی ډاډه دي چې په دې برخه کې جدي ستونزې نه شي پيدا کيدای.

یاده دې وي چې د روسيي د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ويلي دي چې دا پروسه يي ځنډولې ولې مخالفت يي نه دی کړی.

بلخوا نن په ټولینزو پاڼو کې ډيرو د روسيي پر دې کار نيوکې کړې وې.

ډيرو ويلي وو چې د روسيي دا کار په افغانستان کې له سولې سره ښکاره مخالفت دی.

ډير وايي چې روسيي یاد مخالفت د طالبانو په فرمايش دی او يو ډول مسکو کوښښ کوي چې سولې ته ليوال طالب مشران ناهيلي کړي.

سياسي شنونکي هم وايي چې دې هوکړې طالب مشران هم هیله من کړي دي او بل لوري ته له روسيي سره د طالبانو وروستۍ هوکړې هم ډيری طالب مشران يو ډول لېوال کړي دي څو له نيابتي جګړې لاس په سر شي.

افغان ځواک ـ کابل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©