زما پر وړاندې به توپ وهونکي (بېټسمېنان) له وېرې رپیدل!: اکبر اقبال
تاریخ: October 16th, 2016, 6:17 pm

 یو وخت ؤ چې زما پروړاندې به بېټسېمانو داسې انګیرله چې ممکن په راتلونکي بال خپله ویکټه له لاسه ورکړي، خو اوس هغسې نه ده، بېټسمېنان پر ما سترګې برګوي او زما خلاف ستر شاټونه وهيunnamed.
سعید اجمل په خپلو خبرو کې وویل، چې هیڅ وخت به حوصله له لاسه نه ورکوي او هڅه به کوي چې لوبډلې ته لاره پیدا کړي.

له ۱۹۹۵ تر ۲۰۰۸ کال پورې پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناک سپېن بالران لرل، د (دانېش کنیریا) بالونو لوبول څه اسانه خبره نه وه، سقلین مشتاق د (دوسرا) اختراع کوونکی او مشتاق احمد (لېګ برېک ګوګلي) ماسټر هم په نړۍ پاچاهي درلوده، دوی ټولو په شریکه ۶۵۴ ویکټې اخیستې.  په ۲۹ د ډسمبر ۱۹۹۵ کال د فیصل اباد یوه ځوان د حبیب بېنک خلاف خپله لومړۍ لوبه کوله، پر وړاندې یې د نړۍ ستر بېټسمېڼ جاوېد میانداد ولاړ ؤ، میانداد د دغه کوچني هلک (دوسرا) و نه پیژنده او خپله ویکټه یې لاسه ورکړه. د دې تر څنګ ده د عمران خان خلاف هم بالېنګ وکړو او د خان وېکټه یې په هوا کړه. دا کوچنی هلک سعید اجمل نومیدو چا چې څو ځلې ملي لوبډلې ته د لارې پیدا کولو کوښښ وکړو، خو بریالی نه شو.
سعید د کورني کرکټ په شپږو لوبو کې ۵۳ کسان وسوځول او په ۲۰۰۳ – ۰۴ کې یې ۴۲ ویکټې تر لاسه کړې. سعید اجمل ته وروسته له ۱۳ کلونو په ملي لوبډله کې د هندوستان خلاف لوبیدو موقع ورکړل شوه، اجمل د لوبې وروستي اورونه وویشتل او ویکټه یې هم واخیسته، همدغه ؤ چې د کرکټ بورډ باور پرې پیدا شو، چې ممکن د پاکستان لپاره اغیزناک ثابت شي.

د کرکټ په تاریخ کې سعید اجمل یو له هغو شپږو لوبغاړو دی، چا چې په ۳۰ کلنۍ کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړې، یو وخت داسې ؤ چې نوموړي د پاکستان په تقریباً هره ګټنه کې ونډه لرله. ده په لومړنیو ۳۵ ټېسټ لوبو کې لس ځلې ۵ ویکټې او څلور ځلې ۱۰ ویکټې تر لاسه کړي. سعید اجمل نه یواځې د ټېسټ بلکې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبوهم بهترین بالر پاتی شوی.

اجمل یو طبیعي سپېن توپ اچوونکی ؤ، چا چې هر وخت د وېکټ اخېستو هڅه کوله، د نړۍ زیاتره بالران د بېټسمېنانو کمزورۍ لټوي، خو اجمل بیا یو ښکاري بالر ؤ او چې څنګه یې خوښه وه هغسې بالېنګ یې کاوه. اجمل د هر بېټسمېن لپاره په هر ځای کې خطرناک ؤ او هر بېټسمېن به کوښښ کاوه چې د اجمل له بالونو سره احتیاط وکړي، ځکه چې نوموړي په دوو بالونو سره بېټسمېن پیژانده او د هغه ویکټه به یې اخیسته.
که څه هم چې ډېرو بېټسمېنانو په خپلو خبرو کې ویل چې د اجمل (دوسرا) سره په مکمل ډول بلد شوي دي، خو کله به چې میدان ته ووتل نو هر څه به ترې هېر شول. اجمل داسې یو بالر ؤ چې بېټسمېن یې فکر ته نه پرېښودو او هر وخت به یې کوښښ کاوه چې په راتلونکي بال یې وسوځوي. بېټسمېنان به د ده له بالونو په وېره کې وو او له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۴ دا خبره تر ډېره بریده ریښتیا وه چېرې چې سعید وکړای شول د نړۍ تر ټولو مضبوط توپ وهوونکي وسوځي.

سعید اجمل د نړۍ اول لمبر بالر ؤ، د هندوستان پر وړاندې یې د ټنډولکر ویکټ واخیسته او په ټوکه کې یې وویل چې ټنډولکر د ده په وجه استعفاء ورکړه. که څه هم چې سعید اجمل د خپل وخت یو تر ټولو خطرناک ترين بالر ؤ خو دا وېره وه چې ممکن په بالېنګ یې بندیز ولږیږي، ځکه چې د کرکټ ماهرینو په اند چې د لاس تاوولو اندازه یې تر قانوني هغې زیاته وه، چې په دې برخه کې اسټرالیا تر ټولو مخکې وه، اسټرالیا هغه هیودا دی چې تل په اسیایي لوبغاړو د غلط ایکشن لرلو تورونه لږوي. له دې مخکې دوی په متیامرلي دهرن هم ورته تور لګولی ؤ.

په ۲۰۰۹ کال کې اسټرالیا د پاکستان پر خلاف په متحده عرب امارات کې لوبې درلودې، که څه هم چې دوی ته سعید اجمل زیاتې ستونزې پیدا نه کړای شوې، خو د سعید (دوسرا) سره یې جج نه کړای شوه. پاکستان ادعا درلوده چې شېڼ واټسن له اوټ کیدو ورسته له سایمنډز پوښتنه وکړه چې بل کوم بالر په نښه شوی دی. چې په همدې ترتیب د کرکټ نړیوالې شورا د اجمل بالېنګ ته ګوته ونیوه. په ۲۰۱۲ کال کې د انګلېنډ خلاف لوبو کې اجمل سخت خطرناک ثابت شو او هیڅ بېټسمېن په صحیح توګه ونکړای شول چې د ده (دوسرا) ښه ولوبوي، چې همدا وجه وه چې یو ځلې بیا دغه بال د پوښتنې لاندې راغی.

په ۲۰۱۴ کال کې سعید د نړۍ تر ټولو خطرناک بالر ؤ، خو یواځینۍ ستونزه د هغه د بالېنګ ایکشن وه. د ده بالېنګ د قوانینو څخه دوه چنده خلاف ؤ. د نړیوال جام نه څو ورځې وړاندې د اجمل په خلاف لوبه ګرمه شوه او بالاخېره پر وړاندې یې سخت ګامونه واخیستی شول. پر نوموړي په هر ډول لوبو کې د ګډون بندیز ولګیدو. داسې ګنګوسې وې چې اجمل د یوې دسیسې ښکار شوی کومه چې (بېګ تري) په لاره اچولي وه.
په هر صورت هر څه چې وو، خو د ده بالېنګ غېر قانوني ؤ او بندیز پرې لګیدلی ؤ. سعید اجمل له څو میاشتو سختې خوارۍ وروسته په دې وتوانیدو چې خپل بالېنګ د قانون دایرې ته راولي او د کرکټ نړیوالې شورا ټېسټ کې بریالی شي.
دی د بنګلادېش خلاف ولوبیدو، خو ډېر وارخطا مالومیدو، بیخي وارخطا لکه خپله لومړۍ لوبه چې کوي، ځکه چې پوهیدو د خلکو تر نظر لاندې دی. سعید اوس هغه پخوانی سعید نه ؤ د ده وزر پرې شوي وو او یواځې په سینه ښوییدو. اجمل په لسو اورونو کې ۷۴ منډې ورکړې او هیڅ ویکټ یې ترلاسه نکړه، اوس بېټسمېنان له ده وېره نلري، هر بېټسېمن پرې شاټونه وهي، چې په همدې وجه له لوبډلې کېنول شو.

د سعید اجمل وروستۍ لوبه د بنګلادېش پر خلاف وه، کومه کې چې سعید اجمل بالېنګ وکړو، خو د خپل هیواد لپاره هیڅ کارګر ثابت نه شو او له هغه وروسته یې هیڅ کومه لوبه نده کړي. په وروستیو کورنیو سیالیو کې اجمل نسبتاّ ښه وځلیدو خو اجمل هغه پخوانی اجمل نه ؤ، ده کوښښ وکړو چې له بېټسمېنانو ځان وساتي خو له اجمل توقع دا وي چې بېټسمېنان ژوندي وخوري ځکه چې خلک اوسنی اجمل له پخواني هغه سره مقایسه کوي نه له نورو عادي بالرانو سره.


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©