ستانکزی: د لوګر والي له مافيا سره لاس يو کړی
تاریخ: August 10th, 2016, 2:55 pm

افغان ځواک: تيره ورځ د افغان ځواک خبري ويبپانې ته د را رسیدلو اسنادو پر بنسټ ښودل شوې وه چې د لوګر والي محمدحلیم فدايي د يو اغوا کونکي مکتوب په صادرولو سره هڅه پيل کړې څو په مرکز کې د پارک ساحه د استوګنيزې ځمکې په نوم نمره او بيا يي و received_1072357469466999ويشي.

اوس اوس په دې اړه په ولسي جرګه کې د لوګر استازي الحاج محمد اکبر ستانکزي په لومړي غبرګون کې د لوګر پر والي تور پورې کړی دی چې د مافيا سره يي لاس يو کړی دی.

نوموړي په خپله فيسبوک پاڼه کې لیکلی دي چې والي اوس په رسمي مکتوب کې په دروغ ويلو هم پيل کړی دی او لیکلي يي دي چې ددې ځمکې د کورونو څلويښت سلنه کار خلاص شوی دی حال دا چې ياده ځمکه خاره يا شاړه پرته ده.

نوموړي لیکلي دي:« ښاغلی فدایي ستا راتګ نه مو دومره هيله نه لره ځکه مونږ ته لوګروالو ته د يو سپيڅلي انسان په توګه ونومولې خو کله دې چې ځينې غله وليدل ستا اوجود هم ورته بخار وکړو او له مافیایي کړيو سره دې لاس يو کړو, او د لوګر د ځمکو چور ته دې ملا وتړله .»

نوموړي هم د افغان ځواک پر خپاره شوي سند استناد کړی دی او ليکلی يي دي:«د هغو اسنادو په اساس چې افغان ځواک خپاره کړي ویل کیږي چې د لوګر والي حلیم فدایي د یو مکتوب پر مټ پټې او ښکاره هڅې پيل کړي دي چې د استقلال پارک ځمکه بیا په خلکو 13940985_1071731899529556_1622600816_nوپلوري.»

نوموړي والي په دروغ ويلو تورن کړی او لیکي:«د لوګر والي په دې مکتوب کې ښکرور دروغ دا ویلي چې خلکو په دې پارک کې (30%) سلنه کار پر مخ بېولی دی او د کورونو نیم کار پاتې دی, ښه نو فدایي خانه تاته وایم چې دومره ښکرور دروغ…»

نوموړي د خبرداري تر څنګ ويلي دي:«خلک خو سترګې لري ړانده خو نه دي ټول ولس يې ویني .»

ښاغلي ستانکزي يو ډول پر افغان ځواک هم نيوکه کړې چې ګواکې دی يي پکې شریک بللی دی خو د  افغان ځواک د خبر برخې مسولین وايي چې په خبر کې ياده خبره د لوګر يو تن مدني فعال کړې چې غږ يي موجود دی.

ښاغلي ستانکزي لیکلي دي:«همدارنګه افغان ځواک ویبپاڼه وايي چې دا ځل محمداکبر ستانکزی هم پکې شریک دی, خو زه يو ځل بیا د تېر په څېر په ټینګار سره وایم چې مونږ په دې برخه کې د لوګریانو په ملاتړ ولاړ يو او تل به يې ملاتړ کوم لکه څرنګه مو چې تر ننه مبارزه کړې له دې وروسته به يې هم کوم او تل به په خپل دریځ لکه د تېر په څېر ولاړ ووسم او هیچاته به اجازه ورنکړم چې د لوګریانو د هستيو په سر تجارت وکړي بیاهم په تکرار سره وایم چې په دې برخه کې لاسوهنې ښې پایلې نه لري نو هيله کوم له هر زور واکي او غله څخه چې ددې ولايت په هستيو تجارت نه شئ کولای او نه به يې وکړئ نو ښه به وي چې خپل ځانونه خپله اصلاح کړئ کنه ددې ويښ ولس د ځواکمنتيا وس په هيچا کې نشته!»

ياده دې وي چې الحاج محمد اکبر ستانکزی تر دې مخکې ددې ځمکې د ويش مخالف وو خو اوس اوس يي چوپتيا مدني ټولنې او روڼ اندي يو ډول انديښمن کړي وو.

هیره دې نه وي چې د لوګر والي په دې مکتوب کې یادونه کړې چې ددې ځمکې په اوږدو کې ځينې ودانۍ جوړې شوي دي خو ځايي خلک وايي چې ياده ځمکه شاړه پرته ده.

بلخوا د لوګر د مرکز خلک وايي چې دا سيمه که چیرته کورونه شي مقام ته نيږدې ده له امنيتي پلوه د لوګر مقام ته ستونزې جوړولی شي او نه ښايي د شهيد داودخان د پارک پلان اوس په بل څه بدل شي.

هیره  دې نه وي چې له تيرې ورځې را هيسې تر دې دمه د لوګر والي په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو باوري سرچينو افغان ځواک ته ويلي دي چې ددې ځمکې د تعدیل مکتوب تر چارو ادارې پورې والي رسولی دی.

افغان ځواک ـ پل علم


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©