سږ کال د سرسايه شپيته افغانۍ ټاکل شوې
تاریخ: June 27th, 2016, 4:25 pm

افغان ځواک: سترې محکمې اوس اوس ويلي دي چې سږ کال له وړاندوينې سره سم سرسايه شپيته افغانۍ دهRAMADAN.

ددې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې جنس ورکول باید له ټاکل شويو پیسو سره سم وي.

بلخوا ديني علما وو وايي چې د فطر صدقه که له اختر مخکې ورکول شي ثواب يي ډير دی.

د اسلام سپيڅلي پيغمبر ويلي دي چې سرسایه د روژې په لړ کې د ناسمو خبرو پاکي ده او باید غريبانو ته ورکول شي.

البته له تاريخ پلوه سرسايه د هجرت په دوهم کال واجب شوه.

علما وايي لکه څنګه چې د سهوې سجده دلمانځه ستونزه جبران کوي سرسایه هم په روژه کې وړې سهوې جبرانوي او روژه پاکوي.

علما وايي لکه څنګه چې مسلمانان باید د اړمنو لاس ونيسي اړتيا ده چې اختر ته هم باید دا کار وکړي او د سرسايي په ورکولو سره د اختر په خوښۍ کې غریبان هم را ګډ کړي.

علما وايي:« هغه څوک چې د اختر د ورځې تر غروب وروسته ومري هم باید سرسايه ورکړي او هغه ماشوم چې د اختر د شپې تر لمر لويدو مخکې زيږي هم د فطر صدقي په برخه کې يي باید اقدام وشي.»

ياده دې وي چې سرسايه سرانه زکات دی چې په هرې ښځې، نارینه، ماشوم، نجيلۍ، سپين ږيري او سپين سرې، غريب او مسکين له کومې چون چرا پرته يي ورکړه واجب ده.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©