عاطف مشعل د کرکټ بورډ نوی رئيس وټاکل شو
تاریخ: December 17th, 2016, 5:56 pm

افغان ځواک: د کرکټ بورډ په اداره په وروستیو کې په ټولنیزو پاڼو کې تر سختو نيوکو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان په ورکولو سره ددې بورډ atifپخوانی رئيس نسيم دانش له دندې لرې کړی او پر ځای يي عاطف مشعل ددې بورډ نوی مشر ټاکلی دی.

په هغه پرانيسته کې چې نن جوړه شوې وه نوي مشر ښاغلي مشعل ژمنه وکړه چې په کرکټ بورډ کې هراړخيز مثبت بدلون ته ژمن دی او د لوبغاړو ټولې ستونزې به حل کړي.

ياده دې وي چې يادې نارې سورې وروسته تر هغه راپورته شوې چې د بې عدالتۍ پر ضد لومړنۍ ناره د کرکټ يو وتلي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ پورته کړه او د ټولنیزو پاڼو کارونکو يي هم غږ ورسره غبرګ کړ.

هیره دې نه وي چې ښاغلی عاطف مشعل  د کابل حبیبې لیسې څخه فارغ  فارغ شوی او لوړې زده کړې يي د افغانستان په امريکايي پوهنتون کې کړي دي.

مشعل ددې تر څنګ په بريټانيا کې په ماسټري هم لګيا دی.

هیره دې نه وي چې مشعل تر دې مخکېد لوی څارنوال د دفتر رییس، د سیمه ییزو ارګانونو د چارو د انسجام ريیس، په اداري چاروکې د نړیوالو اړیکو د انسجام ريیس، د ټول ټاکنو د کمېشنرانو د غوراوي کمیټې د دارلانشا ريیس، د ولسمشر د برنامو د دفتر ريیس او د کرکټ په ډګر کې د شپږیزو لیګ سیالیو کې د کابل بازانو لوبډلې مشر هم وو.

افغان ځواک ـ کابل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©