له اوو تنو سره په يوخت د يوې عربې شهزادګۍ جنسي اړیکه
تاریخ: August 15th, 2016, 6:36 pm

افغان ځواک: د عربۍ نړۍ شاهي کورنۍ تل په عياشيو بوختې وې په نوې کړنه کې د قطر هیواد یوه شهزادګۍ له اوو تمو سره په يو وخت د جنسي اړيکو په تور پوليسو نيولې513623_576.

د بريټانيا فايننشیل ټايمز ورځپاڼې لیکلي دي چې دا عربه شهزادګۍ د قطر د هیواد د پخواني لومړي وزیر حمد بن جاسم بن جبر آل ثاني لور ده.

ددې شهزادګۍ نوم پولیسو شيخه سلوي ښودلی دی.

پولیسو ویلي دي کله چې د سيمې خلکو ورته ټليفون وکړ دوی د شهزادګۍ اپارتمان ته ورغلل او له نوموړې سره يي درې اروپايان په يو وخت کې د جنسي اړيکې پر مهال ولیدل او څلور نور په دهليز کې په تمه وو.

پولیس وايي دې حالت دوی يو ډول هک پک کړل.

يو تن چې د اسان چاري په تور نیول شوی دی پوليسو ته يي ويلي دي چې شهزادګۍ ورته ويلي وو چې دا وارې ورته شپږ تنه داسې اروپايان راولي چې په جنسي اړيکه کې ډير خشن وي او ده هم د ډيرو پیسو په بدل کې دا کسان پیدا کړل او د شهزادګۍ کور ته يي راوستل.

بلخوا شهزادګۍ بیا په دې کار په غصه شوې او پوليسو ته يي ويلي دي چې زه فاحشه نه يم بلکه د اړيکې په بدل کې مې شپږو تنو ته ډيرې پيسې ورکړي دي.

خو ويل کيږی په بريټانيا کې د نارينه فحاشۍ پر کاروبار بندیز دی او که کوم نارینه د جنسي غريزې د خرڅلاو په تور ونیول شي سزا به و ويني.

ويل کیږي پولیس نه دي توانيدلي چې دا شهزادګۍ ونيسي خو د قطر سفارت ته يي احوال ورکړی دی.

بلخوا يو تن پوليس چې دا کيسه يي فايننشيل ټايمز ته کړې وايي چې د قطر سفارت ترې غوښتي دي چې نور باید له دې خبرو تیر شي او یوازې دا کيسه باید پټه پاتې شي.

ويل کيږي د قطر سفارت د فايننشيل ټايمز ورځپاڼې ته د پنځوس ميليونه ډالرو د بډو ورکړې  ژمنه هم کړې وه خو دې خپرونې نه ده منلې او ټينګار يي کړی دی چې دا حقيقت به رسنيز کوي.

افغان ځواک ـ خبرخونه

سرچينه: فايننشيل ټايمز


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©