له لوګره تلې بودجه او د والي فيسبوکي بوختيا:عصمت الله لوګری
تاریخ: September 22nd, 2016, 10:54 am

ولايت ترې پاتې وي او هسې په فيسبوک کې پوسټونه کوي، نارینه په منډو وي او دی په ښځو لمونځونه کوي، received_208985702851715د ځان په صفت کې ستړی

والي يی ټوله ورځ ايله بیله دومره وکړي چې فيسبوکي پاڼې جوړې کړي او ځان پکې وستايي، ځوانان بیکاره ګرځي خو دی د نورو ولايتونو ښويکان ، فلمي لوبغاړي او د جبار خيل په څير موسن، نصواريان او سپين ږيري راولي او دلته يي مقرره وي خو چې خبريږي خبريږي نو د پوهنتون د يو ستر تعمير بودجه ترې بل ولايت ته تلي وي.

خیر که په ولايت او خلکو دې زړه نه سوځي او خپل سات پکې تيروې که دا پيسې دې راګرځولې وی د زمرک،آصف صديقي يا اکبر ستانکزي له کوم ودانیز شرکت سره دې تړون کړی وی باوری یم چې تاته به هم خپله فيصدي پکې در رسيدلې وه او په کوټه سنګي کې د نيمه کاره مارکيټ يوه برخه به دې پرې جوړه کړې وه آخر ولې وه ظالمه په اشرف غني باور نشته ته بل کال ته په تمه يي چيرته به یي هسې په خيال کې بدل کړی يي دا به دې هم درنه پاتې وي او بیا به لکه نيازمحمد امیري لاسونه مروړې چې ولې مې د ولايت د مقام شاته د استقلال پارک شنه ځمکه ژر خرڅه نکړه چې مزې مې پرې کړې وی او دلته یوه خبره بله هم کوم چې د شنې ځمکې د چاردیوالۍ مکتوب خو تا هم رد کړ او د چارو په اداره کې د نمرو کيدو مکتوبونه کښته پورته کول خو نه پوهيږم چې څه وشول که اکبر ستانکزی پرې خبر وي په دې اړه  دې هم ځينې اسناد رسنیز کړي چې همدا يي وخت دی داسې نه په ناخبرۍ کې پکې عبدالولي وکیل، نفيسې هجران، زمرک پادخوابي، حاجي علي مامد، هاشم حسين خیل، لشکر او دې نورو سنګارۍ شروع کړي وي بیا به څه پرتوګ ورته کوو.

دا برنۍ خبرې مې د لوګر د فيسبوکمآب، کمينټ مآب او چټمآب والي صیب محمد حليم فدايي تر فيسبوکي بوختياوو پورې وکړې او چې لیکنه مې کوله څو وارې مې وويل چې ونيسه ددې مستعارو شيردل اکا او وحيدالله لوګروال ادبیات ورته وکاروه او پرې کيښودل شوي نومونه هم پکې راوله خو بیا مې ویل نه ورک يي کړه سړی لږ لوستی دی سبا به چیرې سره مخ شوي يو ګيلې به کوي.

له ځان سره مې سوچ وکړ او تر ژور فکر وروسته دې پايلې ته ورسیدم چې موږ ته رالیږل شوی والي يو ښه خطيب،ښه مبلغ،ښه غولونکی، ښه ځان ستاينونکی او ښه ځان مطرحه کونکی دی نور نو نه په کار پوهيږي او نه يي زړه غواړي کار وکړي ځکه که يي کار کولی نو والله باالله که يوازې په پل علم کې ناست وی،که يي په لوګر زړه سوځيدای نو باور وکړی که يي هسې انځورونه پکې اخیستی، که يو ښه او متعهد مامور وی نو باوري یم چې تر کابله په لوګر کې ډير وی.

د لوګر والي صیب په لوګر کې څه کوي:

د ورځې په لړ کې ډير وخت فیسبوک ته ورکوي دا کارځکه کوي چې د نورو نه خبرې زده دي او نه عقل لري دی باید خبرې ور ښيي او بل دا چې کله کله يو نیم تازه خبر هم لکه د قندیل بلوڅ د مرګ په څير راځي چې دی يي شريک نکړي نو نور په لوګر کې څوک قنديل بلوڅ پيژني.

وروسته له مازدیګره ددې لپاره چې وزن يي ډير نه شي او د خيټې چربي يا وازګې اوبو کړي لږ تفریح ته هم اړتيا لري آخر والي دی او والی خو باید تفریح وکړي که داسې ونکړي نو سبا به يي يا شکر وي يا د وينې فشار د صحت خیال ساتل هم مهم دي،نو د سپورت او ځان د خوښ ساتلو په خاطر يي په مقام کې چمن او  ګندنه کرلې بس يو دی، يو يي وياند، يو يي جواد مختار او يو بل يي هم سپين ږيری او نصواري جبارخیل وي پيپ يي را اخيستی وي چمن اوبو کوي او ټوکې ټکالې کوي ان تر دې چې کله کله خو زموږپه بې سواده وکيلانو،د ولايتي شورا په يو وکيل عدالت عبدالرحیمزي چې اوس د والي د سکرتر رول لوبوي ملنډې وهي او په خندا خندا کې کله کله لاس پرتاګه ته هم ور تيروي او دې خپل سوټه دين ته هم ورزش ورکوي.

د شپې هم شپږ اته ډوله ډوډۍ ورته رسيږي ښه سات يي تیر دی نه والله که د ازرې له کلابند ولسه خبر وي او نه هم په ذوالجلال که په دې خبر وي چې په څرخ کې څه روان دي، په محمدآغه کې څه کيږي او په برکي برک او خوښۍ کې څه حال دی خو لنډه دا چې په دې دنيا له دنيوي نعمتونو څخه خوند اخلي او کله کله د شپې له یو چا سره په تلیفون کې مينه ناکې خبرې هم کوي خو دلته يې نه وايم ورک دې شي.

د جمعې په ورځ چې کورته يي زړه ونه شي يا يي له چاسره د پټ ميټينګ ژمنه کړي وي او يا د ميرابدال د غره د ګز کولو او خلک يي چورته د هڅولو پروژه پلي کوي ددې لپاره چې ځان مسلمان وښيي نو په جوماتونو ګرځي غټ شيخ الحديث، مفسر او وتلي ديني عالم ته خطبه ورښيي او غواړي دا ثابته کړي چې په لوګر کې ديني عالم هم بې سواده دی او خطيب هم ځکه که داسې نه وی نو قدرمن والي صیب به ولې دومره زحمت ګاله او په جومات کې به يي ولس ته خطبې ويلې.

د اختر په ورځ چې د ځان ښودنې او رسنیز کيدو ورځ وي د اطلاعاتو او فرهنګ  د رئيس شفيق پوپل په خاص زحمت سره يي ښځې را غونډې کړي وي او په ښځو د اختر لمونځ کوي خو خبر نه دی چې له ښځو فرضي مسايل پاتې دي نو يوازې په کال کې يو وارې واجب به د ساده پاده کلیوالو ښځو کوم درد دوا کړي بله او تر ټولو بده خو يي دا چې دی په ښځو لمونځونه کوي او طالبان بیا د پل علم په دروازو کې دخپل قاتل مشر هبت الله پيغامونه ويشي خوخیر داسې ناستې هم ښې وي ځکه والي صیب خو يوه بله…… ستونزه هم لري.

بس نو د کابل په ۶۳ کيلومتري ولايت لوګر کې دغه حال دی نور نو خدای شته ولس په هيڅ هم نه دی خبر  خو د لوګر والي صیب چې تل په فیسبوک کې کښته پورته کيږي او د ځان د ستاينې په خاطر خو يي ان يو ماشوم زوی عمرفدايي ته هم دنده ورکړې چې دده صفتونه وکړي خو زما په نظر ښه سړيتوب په فيسبوکي پوسټونو، رحماني مشورو،د قندیل بلوڅ د مرګ د تازه خبر په خپريدو، په ښځو د اختر د لمانځه په کولو يا خطبې په ويلو نه دی.

والیان د خبرو خلک نه دي واليان باید عمل وکړي خو زموږ والي په لوګر کې د يو تبليغي رول ادا کوي کله په جومات کې خطبه لولي ته به وايي که په لوګر کې د چا خطبه نه ده زده او کله يي ښځې را ټولې کړي وي او پکې ناست وي او پر ښځو د اختر لمونځ کوي، فدايي زما په خيال د لوګر «کفري» ولايت ته ددې لپاره تلی دی چې هلته خلک د اسلام دین ته را وبلي ځکه دده له اداګانو خو داسې ښکاري چې موږ مخکې مسلمانان نه وو، لمونځ مو نه کاوو، ژوند مو نه وو زده او اوس به دا ښاغلی موږ ته دین را ښيي؟؟؟؟بس نو خدای راوستې خدايه ستا تر لورینې مې جار کړې…..

اوس به نووګورم چې د لوګر والي نن د جمعې يا ملایانو خبره د جمرات تر شپې وروسته د شنبې په ورځ چې خوندور حمام يي کړی وي بچيان يي لیدلي وي او په خوشګوار موډ کې وی څه کوي؟ ډاريږم ددې بودجې په تعديل باندې اکبر ستانکزی يا کوم بل مخالف تورن نکړي……. اوس دده مسولیت دی چې د لوړو زده کړو وزارت ته ورشي او د لوړو زده کړو د وزیرې د پلو پيڅکه ورغوټه کړي چې دا بودجه ولې داسې یو ولایت ته چې د هیواد مهم اقتصادي ولايت دی، د تورغنډۍ په څير بندر پکې پروت دی، د اسماعیل خان په څير مشران او د بهزاد، کرخي او ناهيد فريد په څير ويښ وکيلان لري خو زموږ کابلی استازيتوب زمرک پادخوابي کوي خبرې خو يي هسې هم نه دي زده سم خدای بښلی جناب عالي دی خو د ودونو په هوټل کې پاتې ډوډۍ هسې هم خرابيږي نو ده هم څو خيټور او غلانځورپیدا کړي دي هغوی ته ډوډۍ ورکوي دی ورته ناست وي او هغو يي نو صفتونه شروع کړي وي، لوګری استازیتوب مو اکبر ستانکزی کوي دا خوار چې لوګر ته ولاړ شي ايله بیله دومره وکړي چې د ملي پیوند په راډیو کې په سندریزه خپرونه کې خلکو ته د دوی له خوښې سره سمې سندرې نشر کړي او د ولايتي شورا مشر مو سيد قريب الله سادات په زور د خدای دومره په ځان کې ورک دی چې ټوله ورځ ایله بیله خپلې ږيرې ته مسوه ورکړي او يا چیرته ځان لک لک کړي اوس نو موږ اسماعيل خان له کومه کړو، د خاموشی پادشاه حاجي علي مامد د چا سره د نه خبرو کولو سيالۍ ته وباسو آخر له کله تر کله؟؟؟

نور نو په لیکنه کې وړاندیز نه کوم ځکه د منفي فدايي په اړه ټولې کيدونکې ليکنې باید په منفي ټکو پای ته ورسيږي ځکه غله ته سمه لاره ورښودل هم ګناه ده خو ولس باید ويښ شي او له ځايي ادارې، له کميشن کارو او ځانپالو استازو دې د خپل حق غوښتنه وکړي کنه لرې نه ده چې د فدايي تر مديریت لاندې لوګر کې به د فيسبوکي افکارو سیلاو  ولس په مخه کړي خو بیا مو په خدای که څوک وژغوري.


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©