له ځوان ،تاند او د هنر په ژبه ګويا شاعر شاه نواز باقر سره د افغان ځواک مرکه
تاریخ: November 22nd, 2016, 5:37 pm

افغان ځواک: داځل مو د خبیر پښتنوخوا کې میشته ځوان افغان شاعر او ارټسیټ شاه نواز باقر سره  لنډه مرکه کړیbaqir
سلامونه باقر صیب که زمونږ د سایټ لوستونکو ته  خپل ځان  را معرفي کړئ؟
جواب- مننه جبارخیل صیب زما نوم شاه نواز باقر دی او ګلونو کور ننګرهار ولایت هسکې مينې  یم ﺍﻭﺱ ﻣﻬﺎﻝ ﭘﻩ ﮐﻭﺯﻩ پښتوﻧﺨﻮﺍ کې ژوند کوم
سوال- که د خپلو زده کړو په اړه معلومات راکړى، تر اوسه مو څومره زده کړي کړيدي؟
جواب-د ځینو ستونزو له امله مې تعلیم ترلسم کړی
سوال- څومره وخت کیږی چې ادبې میدان ته راغلی یاستی ؟
جواب- زما خو اته کاله کیږی چې د ادب میدان ته راغلی یم
سوال-که د خپلو چاپ سويو کتابو په اړه معلومات راکړى، تر اوسه مو څومره کتابونه چاپ کړي دي او شعرونو تعدد مو څوره ده ؟
جواب-د شعرونو تعدد راته معلوم ندی ، یو مې دافغان شاعرانو تذکره چاپ کړي او بل مې خپل کتاب شعري ټولګه د هوا سترګو کې شګې نومېږي چاپ شوی
سوال- څنګه مو د ادبې میدان ته مخ کړه له چا سره مو مینه؟
جواب-ﺩ خپل ﻭﻃﻦ ﺩﺭﺩ او دغه کوم حال چې په افغان ولس باندی وو
سوال-  دغه اوسنۍ حالاتو بار کې مو څه لیکي؟
چواب- هو  ډیر څه
کلاله! خلک که پرې خلاص له تور تمونو نه شي
څومره ډيوې به مې د کور له دېوالونو نه شي?
په ماشومتوب کې مې مړ کړی و ميږی ورباندې
اوس مې هم ويره چې ورګورم د لاسونو نه شي
سوال-د شاعری تر څنګه نور څه کار کوي ؟
جواب- زه یو ښه ارټیست یم   او ﻮ انيستيتوت  ﻫﻢ ﻟﺮﻡ ﭼې ﺧﻠﻜﻮ ﺗﻪ ﺩﺭﺱ ښيم د خطاطۍ په برخه کې
سوال-څنګه مو د شاعرۍ ترڅنګ ارتیستی ته مخه کړه؟
جواب-ماشوم وم مینه مې وه ورسره وو
سوال- دغه اوسني پښتو شعر روان بهير ته څنګه ګورې چې اوسني شاعری په کومه لور روانه ده ؟
جواب- په اوس وخت د پښتو شعر ډیر زیات شاعران پیدا شوي چې دټولو شعری  د روانو حالاتو ترجمانی کوی .
سوال- په شاعری کې څوک استاذ لری ؟
جواب- هو هغه ټول زما استاذان دې چې ما تر یو څه یاد کړی او ټولو ته احترم لرم
سوال – له موسیقۍ سره مو مینه شته تاسو خو پخپل هم شاعر یاستی؟
جواب- هو هغه چې د وطن درد غم ورسره وې لکه مقری او داسی نور۰۰۰۰
سوال-وط ن ته مو د تلو نیت شته؟
جواب- هو انشاالله ضرور په ځو غواړم چې وطن ته لاړ شم او هلته د ارتیستی تر څنګه نور تعلیم هم وکړم او دخپل هیواد په ابادولو کې وڼده واخلم
سوال-نن سبا دوره  کې دپښتنو شاعرانو او  موسیقیکارانو په ټولنه کې د پخوا پشان قدر نشته چې دغه ولی او څه  وجه.
جواب- په رشتتیا هم پخوا په خلکو له انسانانو سره مینه وو خو نن سبا خلک  دولت پسی ګرځې خپل وروردا ورور سره مینه نه کوی ،
سوال- پيښور کې دیو شمیر  کسانو لخوا دخپل وطن او ګل وطن کمپائن شروع شوی چې دغه لاری څخه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانهشې تاسو له دغه کمپائن څخه خوشحاله یاستی ،
جواب- هو مونږ دغه کمپائن څخه خپل ملاټر کوو باید چې هر افغان ورور په خپل کور شې چې دغه مسافری له ژوند څخه خلاص شې
سوال- په اخر کې ځوان نسل ته څه پیغام ورکوي ؟
جواب-څو  ته مې دا پیغام  ی  چې تعلیم وکړي اودنړۍ سره ځان سیال کړی
باقر صیب، مننه چې مرکه کولو لپاره  وخت مو راکړ!
جبارخیل صیب تاسو هم مننه، چې دومره مینه مو راکړه
غزل
ـــــــــ
د لوږې مرمـه خو زه بيا هم شاعري کومـه
عجب سړى يمه عجبـه عيـاشي کومــه
نه کنه ته مې په مطلب باندې ونه رسيدې
ځان رانه ورک دى ستا د سترګو تلاشي کومه
مرغان چې وږي شي زما د وجود غوښې وخوري
په عجيبـه غوندې دربـار کې ملـنګي کومه
هر يو پرهـر د زړه د سرو زرو په تـار ګنـډمـه
د ژونـد په ښـار کې د زخمـونو زرګــري کومه
ساتي مې اوس هم په کتاب کې د لفظونو په شان
مـړاوى ګـلاب يمه باقـره! خوشبوئي کومـه

ـــــــــــــــــــــ

مرکه کونکی: داوود جبار خیل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©