مصري سوداګر د لوڅو فلمونو له اداکارې سره واده وکړ
تاریخ: June 3rd, 2016, 3:55 pm

افغان ځواک: په عربی نړۍ کې ډير کارونه له حیرانتيا ډک وي اوس اوس يومصري سوداګر د لوڅو يا بربنډو فلمونو له يوې ادارې کارې سره واده کړی دی636510.

ويل کيږی دا مصری سوداګر چې اسامه فتاح الشريف نوميږي ۶۲ کلن دی.

نوموړي د لوڅو فلمونو له اداکارې ملداوياوې سره چې ۲۴ کلنه ده واده کړی دی.

ياد واده چې د مصر په امريل نومي ټاپو کې ترسره شوی دی ۱۵۰ تنه ورته رابلل شوي وو.

ويل کيږی پر واده يو ميليون ډالر لګښت راغلی او تر ټولو ګران بیه ځايونه ورته په کرايه شوي وو.

يوې یوناني خبري سرچينې ويلي دي چې تر واده وروسته د مصر له دود سره سم کلیوال واده بیا د سنټاوينس په نوم کلی کې شوی دی.

مصر چې اسلامي هیواد دی او د اخوان المسلمين په څير ګوند پکې پنځوس کاله مبارزه کړې ولې ډيری خلک يي يو ډول ازاد خياله دي.

تر دې دمه مصري خبري سرچينو په دې اړه نور څه نه دي ويلي خو په عربي نړۍ کې دا چې وګړي يي ډير شتمن دي ورته کارونه اوس د دوی د ورځني ژوند يوه برخه ګرځيدلې.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©