ملي امنيت شورا د امنيتي ځواکونو د پراختيا څلور کلنه طرحه تاييد کړه
تاریخ: January 3rd, 2017, 6:28 pm

argافغان ځواک: د افغانستان د ملي امنيت شورا د ملی امنیتي ځواکونو د پراختيا څلور کلنه طرحه تاييد کړه.

ارګ په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې د دوشنبې په ماښام د ملي امنيت شورا په جوړه شوې غونډه کې پر دې طرحه بحث وشو.

د خبرپاڼې له مخې دا طرحه په کلياتو کې تاييد شوې او په ناسته کې د امنيتي ادارو مسولینو د هلمند، ننګرهار، ارزګان، فراه، کندهار، غور، بادغیس او کندز د امنيت په اړه هم معلومات ورکړل.

د ملي امنيت شورا هم ويلي دي چې ددې طرحې له تاييد سره سم به په لويه کې د امنيتي ادارو موخې په ښه ډول تر لاسه شي.

د طرحې له مخې به تر دې وروسته امنيتي ادارې له اړتيا سره سمې پراختيا مومي.

د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ هم رسنیو ته ويلي دي چې تر دې وروسته به له شته ستراتيژي سره سم د افغان ځواکونو اړتياوې هم پوره شي.

نوموړی وايي چې دا طرحه به له ۲۰۱۷ کال څخه د پلي کيدو وړ وي او هیله مندي يي ښودلې چې دا به موخه ته په رسيدو کې له افغان ملي امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

ياد ه دې وي چې تر دې مخکې اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم ويلي وو چې د ملي امنيت شورا به ډير ژر دا طرحه تاييد کړي.

دا طرحه په داسې حال کې تاييد شوې چې تر دې مخکې به تل د افغان ځواکونو پر مديريت او يو وړ مکانیزم پر نشتون نيوکې کيدې.

افغان ځواک ـ کابل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©