نورستانی: تر دوو ورځو پورې د ولسي جرګې د ټاکنو نيټه ډاګیزه کوو
تاریخ: January 16th, 2016, 4:39 pm

افغان ځواک:  د ټاکنو کميسيون رئيس چې نن ولسي جرګې ته  د خپل راپور ورکړې په خاطر ورغلی وو وايي چې تر دوو ورځو پورې به د ولسي جرګې او yousuf noristanayولسواليو د شوراګانو د ټاکنو نيټه مشخصه کړي.

نوموړی چې نن ولسي جرګې ته ورغلی وو ډيرو استازو هم وويل چې دوی ته شته د ټاکنو کميسيون قانوني دی.

استازي وايي چې باید همدا کمیسيون د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو د ټاکنو نيټه مشخصه کړي.

بلخوا يوسف نورستانی وايي چې دوی به د دوشنبې په ورځ يانې د غبرګولي د مياشتې په اته ويشتمه نيټه د ټاکنو کره نيټه مشخصه کړي او دا نيټه به بدلون ونکړي.

نورستانی وايي چې دوی د ټاکنو په کيدو کې هيڅ ډول ستونزه نلري او په دې برخه کې ټول امکانات په لاس کې لري.

نورستانی وايي چې شته حکومت د سياسي هوکړې په کولو سره رامنځ ته شوی دی او دواړو مشرانو د ټاکنو  پروسه تر ډيره سياسی کړه.

نورستاني نن وويل چې دوی له تیرو ټاکنو درس اخیستی دی او راتلونکې ټاکنې به رڼې وي.

خو دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر او اجرايه رئيس بيا د ټاکنیزو ادارو سمون اړين بولي.

بلخوا ځينې مدني ټولنې هم وايي چې نه ښايي ټاکنیز کمیسيونونه د مشرانو د سياسي لبې ښکار شي.

افغان ځواک ـ کابل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©