نور زړښت نشته د ځوانۍ ګولۍ را روانې دي
تاریخ: June 7th, 2016, 3:35 pm

افغان ځواک: اوس اوس شنونکو پر دې څيړنې پيل کړي دي چې څنګه له زړښت سره مبارزه کولای شيadada.

اوساوس د څيړونکو يوې ډلې د کاناډا په مک مسټر پوهنتون کې تر څيړنو وروسته داسې درمل کشف کړي چې په خوړلو به يي له څيرې زاړه خلک ځوانان شي.

ددې ډلې څيړونکي وايي چې په ديرش ډوله ويټامينونو کې يي د پوستکي د چملکۍ ضد درمل موندلي دی.

ويل کيږي ددې درملو په کارولو سره به د مغزو د زړښت سلولونه کم او ان ودريږي.

ددې ټيم سرڅيړونکي جنيفر لمون وايي:« زموږ څيړنې ډيرې مهمې دي، هیله من يو چې د زړو خلکو ډير ګواښونکې ناروغۍ هم تر درملنې لاندې ونيولی شو.»

ويل کيږي په دې ويټامينونو کې بي، سي ډي، اسيدفوليک، د شنه چای يوه برخه، د ماهي غوړ او ځينې نور مغذي توکي کارول شوي دي.

ويل کيږي د تل په څير دا درمل په موږکانو آزمويل شوي او پايله يي ډيره ښه وه.

ويل کيږي دې درملو ته چې د ځوانۍ درمل نوم ورکول شوی دی کولاس شي ځينې نورې ناروغۍ لکه عصبي ستونزې هم تر خپل اغيز لاندې راولي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©