هند به په افغانستان کې د ترهګر په ځپلو کې مرسته وکړي
تاریخ: January 11th, 2017, 6:21 pm

narandara modiافغان ځواک: د هند لومړي وزیر نرندرا مودي په افغانستان کې وروستي ترهګريز بریدونه غندلي دي.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي دي چې دوی په هر حالت کې د افغانستان تر څنګ دي.

نوموړي لیکلي دي چې په ترهګریزو بريدونو کې د ملکي وګړو وژنه په کلکو ټکو غندي.

موډي ويلي دي چې دوی به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان مرسته وکړي.

نوموړي دا بريدونه په داسې حال کې غندلي دي چې په کابل، کندهار او هلمند کې پرونیو بریدونو لسګونو کورنۍ د وير په ټغر کينولې.

په دې بريدونو کې يوازې دولتی کارکونکي نه بلکه ان تنکي ماشومان او د سړک پر سر کاريګر هم قربانيان شول.

ددې ټولو بريدونو مسولیت طالبانو پر غاړه واخيست.

بلخوا نن خلکو هم په ټولنیزو پاڼو کې د طالبانو دا بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

ډيرو ويلي دي چې د افغانانو وينه زبيښونکي د بښنې نه دي او دولت يي باید پر ضد جدي اقدام وکړي.

بلخوا ځينو نورو پر دولتي شته مديريت او امنيتي مسولینو هم نيوکې کړي دي.

په رسنیو کې هم نن ډيری راپورونه ددې وحشت د قربانیانو په اړه وو.

افغان ځواک ـ کابل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©