ولسي جرګې غړو د ټاکنیزو ادارو د سمون فرمان کمیټې ته لس تنه ونومول
تاریخ: July 18th, 2016, 4:32 pm

افغان ځواک: ولسي جرګې نن د ټاکنیزو ادارو د فرمان په اړه د ګډې کميټې لپاره لس تنه د رايو په اکثریت سره wolasi jergaوټاکل.

د ولسي جرګې مرستيال ظاهر قدير ننۍ ناستې ته وويل چې اړتيا ده څو ټاکنیزې ادارې په وړ ډول سره سمې شي.

په دې کسانو کې:

قدرت الله ذکي

صدیق احمد عثماني

نادیه بابرخېل

عبدالقادر ځاځی

نثار احمد غوریانی

عبدالله بارکزی

صالح محمد

کبرا مصطفوي

محمد هاشم مهدوي

 او سرور عثماني د ګډې کميټې غړي ټاکل شوي دي.

ياد کسان په اکثريت رايو سره ټاکل شوي دي  خو ځينې استازي له شوې پريکړې خوښ نه دي.

ياده دې وي چې ياده کميټه به د ولسمشر د ورکول شوي فرمان په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©