ټرامپ هم شکمن دی چې د امریکې په ټاکنو کې روسيي لاسوهنه کړې
تاریخ: January 2nd, 2017, 6:08 pm

tramp1افغان ځواک: د امريکې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ ويلي دي چې دی هم شکي دی چې شونې ده د امريکې په ټاکنو کې روسيي لاسوهنې کړي وي.

نوموړي په فلوريډا کې په خپل شخصي ميلمستون کې رسمي بلنې ته ويلي دي چې دی شکي دی او د امریکې څارګره اداره باید په دې اړه جدي پلټنې وکړي.

نوموړي د نوي کال په اړه په دې ميلمستيا کې ويلي دي چې په ۲۰۰۳ کال کې امريکې ته د عراق په اړه هم ناسم معلومات ورکول شوي و.

نوموړی وايي چې د کيمياوي وسلو ډنډوره ناسمه وه او ناورين يي رامنځ کړ او اوس هم باید شته شکونه وپلټل شي څو هسې خبرې پکې را پورته نه شي.

ټرامپ وايي چې دی له داسې خبرو خبر دی چې نور ترې نه دي خبر.

یاده دې وي چې دې کار د امريکې ولسمشر بارک اوباما اړه کړ چې د روسي پر څارګرې اداره بندیزونه ډير کړي او ۳۵ ديپلوماتان هم له  دې هیواد څخه وشړي.

ويل کيږی ټرامپ ډير کم کمپيوټر کاروي خو وايي چې تر راتلونکې سه شنبې يا چهارشنبې پورې به په دې اړه معلومات رسنيز کړي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©