پاکستانۍ هلیکوپترې بیړنۍ ناسته کړې که تر ناستې وروسته ويشتل شوې؟(مهم راز):اکرام الله اتل
تاریخ: August 6th, 2016, 9:20 am

طالبان ۱۵ کاله کيږي ددې په پلمه چې وطن په خطر کې دی، اسلام ته ستونزې را پيښې دي او دوی به وطن، fdfاسلام، نواميس او ملي ارزښتونه

له بهرني يرغله ژغوري هره ورځ ددې مظلوم ولس وينې تويوي په تیرو ۱۴ کلونو کې يي نښتې په نالوستې پوړ او کلیوالو سيمو کې یو څه مشروعیت درلود خو اوس اوس يي د هرې ورځې په تيریدو سره مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي او ددوی پر ضد ولسي کرکه هم مخ په ډيریدو شوې.

ددې لامل دانه دی چې ټول ولس ته دې حکومت يا امریکې پيسې ورکړي بلکه ددې لامل په کي کې هغه وحشتونه او زیاتی دي چې دوی يي کوي دا چې سړک، ښونځی،پل، عام وګړي، عادي مامورين، روغتون، ډاکټر، بزګر، ځوان يا زوړ خوندي نه دی،دا چې په هر کور کې يا د طالب او يا د طالب له لوري د وژل شویو کسانو کونډې او يتيمان مخ په ډيریدو شوي دي نو ولسی کرکه هم د هرې ورځې په  تيريدو سره مخ په ډيریدو شوې.

اوس اوس په ازره کې د پاکستاني الوتکې  بيړنۍ ناسته او د طالبانو له لوري ددې الوتکې د شپږ کسیزې سورلۍ ژوندي نيول کيدل هغه آزموینه ده چې په ټول کې د اسلامي امارت تر نوم لاندې د طالبانو شته جوړښت ورسره مخ شوی دی ځکه طالب اوس باید په ثبوت ورسوي چې دوی رښتيا افغانان، ناپيلې او د خدای په رضا روان خلک دي کنه لکه څنګه چې اسناد شته دوی په افغانستان کې د پاکستان په ګټو پسې دي.

الوتکې تل په نورو هیوادونو کې بیړنۍ ناستې کوي، د تيلو مرسته غواړي او يا له تخنيکي ستونزو سره مخ کيږي خو هلیکوپترې ځکه په بل هیواد کې بیړنۍ ناستې نه شي کولای چې دوی په یو هیواد کې د ننه دتګ راتګ او عملیاتو  وړتيا لري او دا چې پاکستانۍ الوتکې څنګه ۱۳۰۰ کیلومتره واټن واهه حال دا چې وړتيا يي څلور سوه کيلومتره ده په دې اړه به انشاالله که ژوند په وو په بله لیکنه کې بحث وکړو همداسې د پولو ساتل او د افغان حکومت کمزورتيا یا رفع مسولیت هم يوې بلې لیکنې ته اړتيا لري څو خلک په دې برخه کې په تخنيکي مسايلو او پاکستان په کرغيړن سیاست لا ډیر پوی شي.

طالبان د اسلاميت او افغانيت د ژغورنې شعار ورکوي دا چې شعار يي مذهبی او  ايډيولوژيک دی همدا لامل دی چې هره ورځ پردۍ ميندې بورې کوي او  وړيا سرتیری يي په خدمت کې دي په افغانستان کې د پاکستانۍ هليکوپترې بيړنۍ ناسته او  بیا يي عمله د طالب قومندان ملاشرین او محمد ولي له لوري نیول کيدل هغه څه دي چې طالبان یي باید په اړه وضاحت ورکړي او  ولس ته دا وښيي چې دوی د پاکستان په ګټو پسې دي که د افغانستان؟ که د پاکستان ګټه مهمه وي بیا خو به نواوس نيول شوي جنرالان په ډير قدر  او عزت سره طالبانو بدرګه کړي وي او خپلو کورونو ته به رسيدلي وي خو که د ولس او افغانستان د ګټو خبره وي،د ځمکنۍ بشپړتیا د حراست مسوليت وي نو  طالبان باید له پاکستاني جنرالانو سره هم د يو بهرني سرتيري او يا یرغل کونکي په توګه معامله وکړي خو که طالبان داسې وکړای شي ځکه هغه چې کورنۍ يي برمته وي، تګ راتګ يي تر پيښور، پینډۍ او کوټې پورې هغه ته دومره ميړانه کول يی په ناموس معامله ده او ګمان نه کوم چې له ملاشرین او تر سراج الدين او هبت الله پورې دې داسې نر پکې پیدا شي چې د يو عادي افغان د وژنې په څير د پاکستاني جنرالانو د اعدام يا حلالولو فتوا دې ورکړای شي.

طالب په تیرو ۱۴ کلونو کې د ډيرو افغانانو مرۍ له حکومت سره د کار او يا جاسوسۍ په تور پرې کړي دي، افغان ولس اوس له دوی څخه د پاکستاني جنرالانو پر وړاندې هم ځکه د ورته اقدام غوښتونکي دي چې طالب د اسلاميت او افغانيت د ژغورنې شعار ورکړی دی،دا چې مشران يي په کوټه او وزیرستان کې ناست دي، پاکستانۍ الوتکې، مشاورين او روزونکي يي په خدمت کې دي په دې به نور ډير بحث کول د وخت ضايع کول وي.

په ازره کې هغه خلک چې د طالبانو سیمه ایز مسولین او مشران پيژني ډير پخوا يی لا رسنیو ته ويلي دي چې راغلې هلیکوپترې بيړنۍ ناسته نه ده کړې بلکه برمته کونکي قومندان ملاشرین ته  مشاورین راوړل شوي دي او تر دې مخکې هم ورته مشورې کيدې او ډيری خو دا لا وايي په  هم هغه شپه د پاکستاني کمانډويانو راتګ هم ددې کسانو د ورسپارلو افسانه وي او دا جنرالان په ډير عزت سره طالبانو خوشې کړي دي، او بل دا چې  هيڅ کله به دا شونې نه وي چې ملاشرین دې پاکستاني  جنرالان پر افغان خاوره د تيري په تور محاکمه کړي، ځکه چې د نوموړي طالب قومندان کور په پيښور کې دی، تګ راتګ يي هلته ډير دی خواصلي کيسه داده چې هلیکوپتره پر ځمکه تر ناستې د وسلو او مهماتو تر ويش وروسته د طالبانو د خپل منځي ستونزې په لړ کې يو طالب قومندان ملااينځر ويشتې او چې کله  چې له الوتنې پاتې شوې نو  د بیړنۍ ناستې رنګ ورکول شوی ځکه ورسره راغلې بله هليکوپتره په تيښته بريالۍ شوې او يادې هليکوپترې د ناستې هليکوپترې امنيت ساته.

بله مهمه خبره داده چې ملاشرین  او همايون نومي طالب قومندان تر دې مخکې د يوې ترکي هليکوپترې عمله هم برمته کړې وه چې ويل کيږي د پاکستان به وساطت د ډيرو پيسو په بدل کې يي نيول شوي ترکان خوشې کړي دي او د پاکستانۍ هليکوپترې کيسه هم ورته وه او همدا لامل وو چې دوی ډير په تيزۍ سره خرچتل سيمې ته چې له پکتيا سره نيږدې ده ځانونه رسوي، ډزې کيږي، يو پاکستانی جنرال ټپي کيږي خو کله  چې پوهيږي چې د ګټې کسان نه دي په ډيرې چټکۍ سره يی نيسې له سيمې تښتي او د هلیکوپترې ځينو برخو ته هم اور ورته کوي خو د هلیکوپترې پاتې شونې پرون تر کابل پورې را ورسيدل او ټول ولس په ټولنیزو پاڼو کې ولیدل.

په پاکستان کې د ملاشرین شتون، له پاکستاني کرنيلانو سره د طالبانو له پخوانۍ يارانې او د دوی په روزنه او سمبالتيا کې د آی اس ای او پاکستاني پوځ رول به هيڅکله هم طالبان هیر نشي کړای، ځکه کله چې مشران د دوی تر نسکوریدو وروسته لکه پسونه په امریکې وپلورل شول، ملابرادر په پاکستاني زندان کې د سختو ظلمونو له امله د لیونتوب تر حد پورې رسيدلی دی او ملاعبیدالله خو هغه ده د پنجابي سرتیرو تر درنو لغتو لاندې ساه ورکړه  خو بیا هم له پاکستان سره د حقاني شبکې، ملاعمر ډلې او دې نورو ترهګرو ډلو له یارانې او هلته ژونده ښکاري چې دا اړيکې ډيرې ژورې او د يو  ډير شرم لرونکي پوښښ په شتون کې لا دوام کوي.

په پاکستان کې د طالب مشرانو  هدفي، زهري او يا هوايي وژنې هم نوې خبرې نه دي خو پاکستان له هرې شونې لارې کوښښ کوي چې طالبان يي په خپل واک کې وي همدا لامل دی چې کله هم پوی شي چې کوم طالب مشر د سولې خبرې کوي يا لږ تر لږه افغاني غرور او نشه په سر کې لري نو يا يي په خپله په زهرو وژني او يا يي چيرته امریکې ته کوردينات ورکوي او چې پرې مړ يي کړي بیا يي نو پوره يوه مياشت په سويو غوښو او وجود باندې پلټنې هم کوي.

همدارنګه پاکستان په نوي داعشي پوښښ کې پاکستاني طالبان او د قبايلو بې سواده او له سړو تودو بې خبره خلک را ټول کړي دي دا ډله يي د داعش تر پوښښ لاندې ددې لپاره ساتلې چې د طالبانو لپاره د فشار آله،د طالبانو د هدفي وژونو مسوله او باالاخره د طالبانو په نشتون کې يي تشه ډکه کړي، په ختيځ کې داعش ډيری زیاتی په هغو سیمو کې وکړ چې طالبان پکې فعال وو ولې ښونځي پرانيستي وو، پلونه او سړکونه خوندي وو خو دا چې اورکزي او له نورو سیمو څنګه پاکستان د داعشي پوښښ لاندې تکفیریان دې سيمې ته ورمات کړل په دې اړه به هم په نورو لیکنو کې لنډ مکث وکړو خو باید درک کړو چې پاکستان په هيڅ ډول موکه له لاسه نه ورکوي او داعش  پر طالبانو د پاکستاني موخو منلو بله آله ده چې کارول کيږي.

ازره چې د لوګر په ختيځ کې پاړاچینار او ترې منګل ته نيږدې پرته سیمه ده په وروستيوشپاړسو کلونو کې د طالبانو تر سختې کلابندۍ لاندې ده د کلابندۍ پیل يي په دوبندي نومې سیمه کې د داعش وژل شوي نظامي مرستيال سعد امارتي چې تر داعش مخکې د طالبانو  په لیکو کې فعال وو او لسګونو  لوګریان يي په ډير وحشيانه ډول په شهادت رسولی دي وشو او وروسته وروسته دا کړۍ ان تر سويل، ختيځ او سويل لويديځ پورې وغځيده او تر نن ساعته پورې هم يوازې د يوې ولسوالۍ له ودانۍ پرته له قاسم خيلو ور کوز ان تر سرحد پورې په دې سيمو کې طالبان تګ راتګ کوي او اوس خو یي د ترهګریزو فعاليتونو تر څنګ د سيمې د نشه يي توکو د قاچاقبرو، ونو او ځنګلونو د لوټونکو کوربه توب هم پيل کړی دی او له ازرې په روسي ميدان او بیا د التمور له لارې خروار او بیا غزني ته د نشه يي توکو د قاچاق د سکورت او امنيت مسولیت رسما طالب مشرانو اخیستی دی.

د ازرې بله ښه ګڼه هم طالبانو او خصوصا پاکستان ته داوه چې له دې لارې ختيځ او بیا مرکزي سيمو ته د دوی تګ راتګ ډير آسانه وو ځکه همدااوس د لوګر په ډيرو سيمو کې ږيرور پاکستاني جنرالان او تقاعد شوي استخباراتي کسان  د حقاني شبکې سړي تښتونکو، لارې شکونکو او د ولس قاتلانو ته روزنې ورکوي چې ولس عملا څو وارې لیدلي دي او په دې اړه مهم اسناد موجود دي.

نو طالب اوس باید ځان ثابت کړي  او دا باید وښيي چې دوی به په خپل ناموس معاملې ته تيار وي خو پر  وطن خو کاش اصلی کيسه داسې وی ځکه هغه څه د هلیکوپترې په اړه ډير مهم دي هغه دا دي چې بيړنۍ ناسته يي نه ده کړې بلکه د پيسو دويش پر مهال د طالب قومندانانو د خپل منځي ستونزې له امله ويشتلي  او په دې اړه اسناد هم موجود دي او کيدای شي د  ملااينځر مړی ډير ژر چیرته وموندل شي.


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©