پاکستان په افغانستان دکې د سولې پر وړاندې ستر خنډ دی
تاریخ: December 27th, 2016, 6:55 pm

taliban wahshatافغان ځواک: پاکستان په افغانستان کې د هرې تباهۍ او ترهګريز بريد تر شاه يو ډول نه يو ډول لاس لري.

يو نارويژي ديپلومات چې څو وارې يي د طالبانو له وژل شوي مشر ملاعمر سره لیدلي او ټليفوني خبرې کړي دي وايي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې پر وړاندې يوازنی خنډ دی.

ياد ديپلوماټ چې الف آرني راميسلن نوميږي وايي چې له ملاعمر سره يي تر دوه ځلې ټليفوني خبرو وروسته دوه ساعته ولیدل او نوموړی سولې ته لېوال وو.

نوموړي ويلي دي چې په ۲۰۰۷ کال کې له هڅو سره سم بريالی شو چې د طالبانو له مشر سره په پټه وګوري.

ياد نارويژي ديپلومات ويلي دي چې دوی له ملاعمر سره په کراچۍ کې په داسې حال کې ولیدل چې نوموړی سخت ناروغ وو او پلترۍ يي وهلې وې.

نوموړی وايي چې پاکستانيانو ډير وګرځول او باالاخره يي په يو کور کې له ملاعمر سره کينول.

نوموړی وايي چې ملاعمر د اوباما حکومت ته هيله من وو خو دا چې ډير سرتيري نور افغانستان ته راغلل دی ناهيلی شوی وو.

نوموړی وايي:« ملاعمر راته وويل چې اصلي خنډ پاکستان دی ځکه دوی غواړي په طالبانو باندې له بل چا سره معامله وکړي.»

شنونکي وايي چې په وروستیو کې پر روسانو د طالبانو له پلورلو داسې ښکاري چې ملاعمر دا خبره درک کړې وه.

د رامسلن په خبره طالبانو ومنله چې له افغان حکومت سره خبرې کوي همداسې وشول دوه طالب استازي اسلو ته راغلل خو خبرې لا نه وې پيل شوې چې د طالبانو د يو مشر پر کور په کوټه کې بمي بريد وشو چې ورور يي پکې و وژل شو او چې موږ څيړنه وکړه بريد القاعدې کړی وو ځکه پاکستان نه غوښتل چې طالبان له القاعدې پرته له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

نوموړی وايي تر دې کار وروسته بله هڅه ملا عبدالغني برادر وکړه خو نوموړی هم پاکستان ونيوه او بندي شو.

ياد نارويژي ديپلومات چې دا خبرې يي نيويارک ټايمز ته کړي دي ويلي دي چې ټول طالبان په دې پوهيږي چې پاکستان په افغانستان کې سوله نه غواړي.

يادې خبرې په داسې حال کې رسنيزې شوي دي چې اوس اوس پاکستان له روسيي سره لاس يو کړی دی او څو وارې يي طالب مشران اړ کړي دي چې مسکو ته ولاړ شي او له روسيي سره خبرې وکړي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©