پنځوس کلنه میرمن چې پنځه ويشت کلنه ښکاري
تاریخ: June 28th, 2016, 5:40 pm

افغان ځواک: په ټولنیزو پاڼو کې د دې میرمنې انځور ډير زيات کښته پورته کيږي او ډيری خلک يي هک پک کړي ديCl-bNasUYAEIUQi.

دا ميرمن چې خان ون نوميږي  په اړه يي اوس اوس ډيلي ميل بريټانيوۍ خپرونې راپور خپور کړی دی د چين د هنان سيمې ده.

نوموړې چې اوس پنځوس کلنه ده پوره ديرش کاله يي په لوبو او ورزش تير کړي او له همدې امله په بې ساري ډول ځوانه پاتې ده.

هغه ورځپاڼې چې دې ميرمنې ته ورغلي څو مرکې ورسره وکړي ويلي دي چې دا میرمن داسې ښکاري لکه د پنځه ويشت کلونو چې وي.

ياده ميرمن چې يو زوی هم لري په مالاکسکي خطرناک سیند کې يي لمبلي هم دي او وايي غواړي په سويلي کوريا کې د هانګان په سيند  کې هم ولامبي او ريکارد ثبت کړي.

دا میرمن وايي هيله منه ده چې په اتيا کلنۍ کې هم غواړي لکه اوس داسې لمبا وکړي.

هیره دې نه وي چې په ټولنیزو پاڼو کې هم ډيرو ددې ميرمنې انځورونه شريک کړي دي.

ياده میرمن وايي چې د ځوان پاتې کيدو او تازه والي یوازنی راز يي ورزش دی او له ټولو يي غوښتي دي چې هيڅکله دې ورزش نه پريدي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©