په روسيه کې د جوړې شوې ناستې مشري پاکستان کوي
تاریخ: December 27th, 2016, 6:31 pm

افغان ځواک: په مسکو کې هغه درې اړخیزه ناسته چې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه بلل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستيال له لوري taliban-and-russiaرهبري کیږي.

د چين، روسيي او مسکو  چارواکي نن د روسيي په پلازمينه کې را ټول شوي وو څو په افغانستان کې د امنيت او سولې پر ټينګښت خبرې وکړي.

تر اوسه ددې ناستې پايلې نه دي رسنيزې شوي خو ويل کيږي ددې ناستې مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستيال اعزاز احمد چوهدري کوي.

له دې سره سره چې دې ناستې ته افغان حکومت نه  دی ور بلل شوی د بهرنیو چارو وزارت هم له دې ناستې خوښ نه دی.

ويل کيږي په دې ناسته کې به د داعش په اړه خبرې وشي او  د ملي امنيت لوی رئيس محمد معصوم ستانکزی بیا دې خبرو ته داسې نغوته کوي.

د روسيي ولسمشر تیره ورځ د ټوليز خونديتوب په سازمان کې يي په خبرو کې وويل چې د افغانستان امنيتي وضعيت د انديښنې وړدی.

خو د ملي امنيت شورا سلاکار بیا په دې اړه وايي چې نه ښايي  د سولې له اړيکو د جګړې د دوام په برخه کې کار واخیستل شي.

امنيت شورا سلاکار حنیف اتمر  د ملي رسنیو ته ويلي دي:« که له داعش سره د نښتې خبره وي يا له طالبانو سره د جګړې او يا همداسې له نورو ترهګرو سره نو په دې برخه کې باید په مشخص ډول له افغان حکومت سره خبرې وشي بل دا چې له طالبانو او نورو ډلو سره چې سوله نه غواړي هر ډول خبرې زموږ له نظره مشروعيت نلري.»

خو دا ناسته په داسې حال کې جوړه شوې چې ملي شورا تیره ورځ د مسکو ناسته د هیواد په چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله او ويي ويل چې په دې کار سره يو ډول مخالفينو ته د مشروعيت هڅې کيږي.

له دې سره سره چې دې ناستې ته په افغانستان کې د سولې نوم ورکول شوی دی ولې د خلکو د مشروع حکومت نه ور بلل کيدو ملي شورا هم په غصه کړې ده.

پاکستان چې ددې ناستې مشري کوي او ويلي يي دي چې موخه يي له داعش سره مبارزه ده ولې همدا اوس په افغانستان کې ډيری جنګيدونکي داعشيان پاکستانيان دي.

پاکستان چې په سيمه کې د  تروريزم د مور حيثيت لري په داسې حال کې ددې ناستې مشري کوي چې ډيری طالب مشران همدا اوس په ياد هیواد کې ژوند کوي او له روسيي سره د طالبانو او مسکو د معاملې رویباري هم دې هیواد کړې.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©