په شمالي کوريا کې ددې هیواد ولسمشر پر کرسميس بنديز ولګاوو
تاریخ: December 28th, 2016, 5:00 pm

kimافغان ځواک: د شمالي کوریا ولسمشر اعلان کړی دی چې هيڅوک په ياد هیواد کې د کرسميس يا عيسويانو د اختر او نوی کال جشن نه شي لمانځلي.

ددې هیواد رسنیو د ولسمشر کيم جونګ اون له خولې لیکلي دي چې د عيسويانو د جشن او نوي کال پر ځای باید د دوی د مذهبي مور « سوک» لمانځنه وشي.

دوی داسې عقيده لري چې سوک نومې مور هم د کرسميس په ورځو کې پيدا شوې.

دا ميرمن چې د شمالي کوریا يوه انقلابي هغه تیره شوې کيم جونګ اون يي تر حضرت عیسی هم مقدسه بولي.

نوموړی وايي چې کرسميس لويديځ ته ور پريږدۍ او نوې لاره خپله کړۍ.

ياده دې وي چې د شمالي کوریا د ولسمشر دا لومړنی فرمان نه دی بلکه تر دې مخکې يي  ځينې ان په ژوندينې د یوې وړې سهوې له امله په سپيو خوړلي دي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©