په فارياب کې د طالبانو د نښتې له امله ۱۸۰۰ کورنۍ بيځايه شوي
تاریخ: January 3rd, 2017, 6:15 pm

FARYAB MAPافغان ځواک: په فارياب کې ځايي چارواکي وايي چې د نښتو له امله ۱۸۰۰ کورنۍ بيځايه شوي دي.

د المارو ولسوال صالح محمد صالح رسنیو ته ويلي دي چې يادې کورنۍ په ډير سخت حالت کې دي.

نوموړی وايي په ډيرو سیمو کې د طالبانو نښتو دا کورنۍ د خپلو مېنو پريښودو ته اړې کړي دي.

نوموړی وايي يادې کورنۍ د طالبانو او افغان سرتیرو تر منځ د قره غويلي په نښته کې بيځايه شوي دي.

نوموړی زياتوي چې په دې سيمه کې دوه زره کورنۍ ژوند کوي چې يوازې دوه سوه يي پاتې دي.

ولسوال خبرداری ورکړ که په سخت ژمي کې دې کورنیو ته مرستې ونه رسيږي انساني ناورین به رامنځ ته شي.

ولسوال زیاتوي چې اوس هم په سیمه کې عمليات روان دي.

ياده دې وي چې په دې عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې.

د کندز امنيه قومندانۍ وايي چې د طالبانو تر بشپړ ځپلو پورې به يي ياد عملیات روان وي.

افغان ځواک ـ فارياب


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©