په لوګر کې ۲۱ طالبان وژل شوي
تاریخ: January 2nd, 2017, 6:22 pm

logarافغان ځواک: د لوګر په سويلي غرنۍ ولسوالۍ څرخ کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په وژل شویو طالبانو کې دوه قومندانان هم شامل دي.

د لوګر د والي وياند سلیم صالح هم له رسنیو سره په خبرو کې ددې طالبانو وژل کيدل تاييد کړي دي.

نوموړی وايي چې بريد افغان ځواکونو د طالبانو پر يو پټنځای کړی دی.

د صالح په خبره تر عملیاتو وروسته افغان ځواکونه په سيمه کې پلي شوي دي او د طالبانو يوه زیاته اندازه وسلې، مهمات او موټرې يي هم غنيمت کړي دي.

ياده دې وي چې د لوګر د څرخ ولسوالۍ په ځينو سیمو کې ترهګر شتون لري.

څرخ چې غرنۍ ولسوالۍ ده ډيری خلک يي په بڼوالۍ لګيا دي خو سږنيو سختو نښتو او ناامنيو د خلکو پر  ژوند هم سيوری غوړولی دی.

افغان ځواک ـ پل علم


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©