په مصر کې يو ماشوم د دعا په حال کې دې دنيا ته راغلی
تاریخ: June 22nd, 2016, 11:25 am

افغان ځواک: مصري رسنیو ويلي دي چې په دې هیواد کې  د روژې په مبارکه میاشت کې په يو روغتون کې received_1043938548975558ماشوم د دعا په حال کې زيږيدلی دی.

يو مصري ډاکټر په ټولنیزو پاڼو کې له دې ماشوم سره اخيستل شوی سلفي انځور خپور کړی دی.

نوموړي ډاکټر له دې انځور سره لیکلي دي چي ياد ماشوم د روژه ماتي په وخت کې دې دنيا ته راغلی دی،

د مصر د الیوم سابع په نوم يوې خپرونې هم په دې اړه راپور خپور کړی دی.

هیره دې نه وي چې نن په ټولنیزو رسنیو کې په نړۍ واله کچه ددې ماشوم انځور ډير زیات شریک شوی دی.

ټولو د روژې د مبارکې مياشتې د سپيڅلتيا او الله پر قدرتونو خبرې کړي دي.

يو تن عرب ځواب احمد الصباحي لیکلي دي:« الله پر موږ لورینه کړې خو موږ يي په قدر نه پوهيږو موږ دومره ذلیل خلک يو چې په افغانستان، سوريه، عراق،ليبیا او…. ډيرو نورو اسلامي هیوادونو کې د اسلام په نوم طالب، داعش، اسد او…. د مسلمانانو وينې تويوي او ځانونه بیا مسلمانان هم بولي.»

دې عرب ځوان پر وسله والو ډلو غږ کړی چې له الله دې وډار شي او پر خپلو ولسونو دې رحم وکړي او د مسلمان وژنې په لړ کې دې په اسلامي هیوادونو کې د کفري پروژو يوه برخه نه کرځي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©