په هرات کې خپل ماين درې طالبان وژلي
تاریخ: January 3rd, 2017, 6:18 pm

Herat MAPافغان ځواک: په هرات کې خپل ماين له دريو طالبانو ژوند اخیستی دی.

د هرات ځايي مسولین وايي چې پيښه د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې شوې.

د هرات د والي ویاند جيلاني فرهاد رسنیو ته ويلي دي چې طالبانو غوښتل ياد ماين په لاره کې ښخ کړي خو خپله دوی پکې و وژل شول.

د فرهاد په خبره ياد ماين د شينډنډ په مانک سيمه کې پر طالبانو چاوديدلی دی.

ياده دې وي چې طالبان تل په سړکونو کې ورته ماينونه خښوي چې لږ يي دوی او ډير قربانیان يي ملکي وګړي وی.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي خو په شينډنډ کې د طالبانو څو ډلې فعالې دي او ډير وارې د دوی تر منځ خپل منځي نښتې هم شوي دي.

افغان ځواک ـ هرات


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©