په پروان کې يوې ميرمنې ځان وژنه کړې
تاریخ: January 6th, 2017, 4:09 pm

khoshonatافغان ځواک: په پروان کې نن جمعه يوې ميرمنې د پلار په کور کې خپل ځان زندۍ کړۍ او ځان وژنه يي کړې.

د پروان د امنيه قومندانۍ له جينايي جرمنونو سره د مبارزې آمر عبدالصمد زلمي ويلي دي چې يادې ميرمنې يوه اونۍ مخکې له خپل خاوند څخه طلاق اخیستی وو.

نوموړی چې دا میرمن شبانه نوميږي د ۲۵ کلونو وه په چاريکارو کې د پلار کور ته راغلې وه او نن يي په خپله ځان په دار کړی دی.

زلمي ويلي دي چې ياده ميرمن د کورني زور زيآتي له امله له خپل خاوند څخه بيله شوې وه.

بلخوا د پروان د ښځو چارو رئيسه  نادره ګياه هم پيښه مني.

نوموړې وايي چې شبانې نومې ميرمنې چې  د ۲۵ کلونو وه تر کورني زور زیاتي وروسته د پلار په کور کې خپل ژوند ته د پای ټکی کيښود.

نوموړې له پولیسو غوښتنه کړې چې ددې زیاتي له امله باید د شبانې پخوانی خاوند ونيول شي.

یاده دې وي چې تر دې مخکې هم ډيرو میرمنو د کورني زور زیاتي له امله په ورته کارونو لاس پورې کړی دی.

افغان ځواک ـ پروان


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©