په پنجشير کې زيرمه شوې وسلې اوس په طالبانو او داعش پلورل کيږي
تاریخ: January 3rd, 2017, 7:33 pm

افغان ځواک: د کوکچه په نوم يوې خبرې سرچينې نوي اسناد موندلي چې له مخې يي پکې ښودل کيږي چې په پنجشير کې له پخوانيو قومندانانو زور واکو سره د Wasliوسلو زیرمې اوس په طالبانو او داعشيانو پلورل کيږي.

په راپور کې ويل شوي دي چې په پنجشير کې ډيری کسان له همدې درکه ډير شتمن شوي هم دي.

د راپور له مخې په پنجشير کې له وسلو باريدونکي کانټينر لومړی خاواک کوتل ته وړل کيږی او هلته بیا هغو سوداګرو ته ورکول کيږي چې پر طالبانو او داعش وسله والو وسلې پلوري.

د خبر له مخې د سيمې خلکو ته ويل کيږي چې په دې کانټينرونو کې هغه باروت راوړل کيږي چې ددې ولايت زمروت پرې را ویستل کيږي يا کانونه پرې الوزول کيږي خو اصلي کیسه  داسې نه ده بلکه دا هغه  وسلې دي چې دلته زیرمه شوي دي اوس اوس يي د خرڅلاو لړۍ پيل شوې.

کوکچه آژانس ويلي دي چې د پنجشير په خينج او سفيد چهر سيمو کې د نشه يي توکو د پروسس څو کارخانې هم فعالې شوي دي.

ويل کيږي له همدې امله په پنجشير کې هم ډير خلک په دې کاروبار کې لګیا شوي دي او د نشه يانو شمېر هم ډير شوی دی.

ياد راپور په داسې حال کې خپور شوی دی چې په تیرو ۱۵ کلونو کې ډيری وسلې ياد ولايت ته وړل شوي دي.

ياده دې وي چې تیر کال د شمال ټلوالې د يو قومندان پر کور په پروان کې په هوايي بريد کې هم د زرګونو ميله وسلو يو زیرمتون له منځه يو وړل شو.

بلخوا په کابل او څو نورو ولايتونو کې د شمال ټلوالې د ډيرو نامسولو وسله والو کسانو ګرځيدا او په هر کور کې د څو ميله وسلې شتون هم دا خبره يقيني کړې.

اوس اوس د عامه نظم د معنيت د زرګونو ميله وسلو او زرګونو پايو مخابرو خبره هم نوې رسنیزه شوې چې له امله يي ددې وزارت درې پخواني مرستيالان ممنوع الخروج شوي دي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©