په پکتيکا کې د والیبال تورنيمنټ پای ته ورسيد
تاریخ: August 28th, 2016, 4:43 pm

افغان ځواک:په پکتیکا کې د  ځوانانو د يووالي تر سرلیک لاندې د واليبال یو دوه ورځني ټورنمېنټ پرون ورځ پای ته ورسېدهii.

په دغه تورنمېټ کې د ميدان وردګو د والیبان له لوبډلې سربېره د پکتيکا ولايت بېلابېلو ولسواليو د لوبډلو په ګډون آتو لوبډلو ګډون کړی وو چې پايلوبو ته د ميدان وردګو او د ښرنې لوبډلې وتلې او پايلوبه د ميدان وردګو د ټيم په ګټه پای ته ورسېده.

د دغه تورنمېنټ نندارې او د لوبغاړو هڅونې  ته د پکتيکا ولايت ګڼ شمېر ځوانانو تر څنګ د دغه ولايت والي محمد الياس وحدت هم راغلی وو او لوبغاړي يې وهڅول چې لوبو ته وخت ورکړي او خپل همزولي هم تشويق چې په لوبو کې برخه واخلي تر څو له نشه یې توکو او نور ناوړه کړنو په امن شي.

ښاغلي وحدت وويل، لوبې د سولې پيغام ليږدوي او د ځوانانو په يووالي کې رغنده رول لري، دغه راز د پکتيکا والي والي په ځوانانو غږ وکړ چې د خپلو ملي امنیتي او دفاعې ځواکونو ملاتړ وکړي او په لیکو کې یې ودریږئ او له دغې مقدسې لارې څخه خپل هیواد او کورنیو ته خدمت وکړي.

دغه راز هغه لوبغاړي چې په لوبه کې یې له ځانه وړتیا ښوولي وه، د المپیک امریت له لورې ورته ستاینلیکونه چمتو شوي وو، چې د پکتیکا والي له لورې پرې ووېشل شول.

افغان ځواک ـ ښرنه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©