په پېښور کې يو وار بیا شرابو څو تنه وژلي
تاریخ: January 6th, 2017, 2:16 pm

sharabافغان ځواک: پاکستان يو له هغو هیوادونو څخه دی چې تل پکې شراب له ډيرو خلکو ژوند اخلي.

که څه هم ډيری شراب د نشې يا خوند په خاطر څکې خو په پاکستان خوند په وير بدل شي.

دا وارې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څيرمه په پيښور کې شرابو پنځه تنه وژلي دي.

ويل کيږي پيښه د سواتو پاټک سیمه کې شوې او زهرجنو شرابو د يوې کورنۍ پنځه تنه وژلي دي.

ويل کيږي په وژل شویو کې درې سړي او دوه يي تنکي ځوانان دي.

پوليس وايي چې دا کسان د زهريلا په نوم د شرابو تر څښلو وروسته بې هوښه شوي او په روغتون کې مړه شوي دي.

دا په تیرو څو مياشتو کې د زهرجنو شرابو دوهمه پيښه ده او ويل کيږي تر دې دمه دې کړنې له ۷۶ تنو ژوند اخیستی دی.

اونۍ مخکې هم د  پنجاب په ټوبه ټيک سنګه نومې سيمه کې زهرجنو شرابو ۳۶ تنه وژلي وو.

د جیلم په کرسچن کالونۍ کې هم د نوي کال په پلمه په جوړه شوې ميله کې ورته شرابو ۱۹ تنه وژلي وو.

پاکستان چې يو اسلامي هیواد دی لا هم پکې شراب آزاد پلورل کيږي او ډيری پاکستانيان پرې روږدي دي خو تر دې دمه ددې زهري شرابو په اړه پاکستاني امنيتي ادارو څه نه دي ويلي.

داود جبارخیل


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©