پښتو د پرلیکه قرآن کريم ژباړې سيستم ته ور ډيره شوه
تاریخ: June 28th, 2016, 4:55 pm

افغان ځواک: د پښتو ژبې د ودې په لړ کې د پر لیکه قرآن کريم د تفسير مینه والو ته يو ښه زیری او هغه دا چې اوس اوس پښتو د  پرلیکه قرآن کريم د ژباړې تنزيل ته هم ور ډيره شوه13552793_1047432115292868_495308489_n .

دا هڅې داسې يو وتلی افغان ديني عالم کړي دي چې پوره يو کال يي د الله د کلام په خاطر بې خوبۍ او ستړې تيرې کړي دي څو يو لوري ته يي د الله کلام او بل لوري ته يي پښتو ته يو څه خدمت کړی وي.

تنزيل چې مشهوره ويبپاڼه ده او د قرآن کريم عربي متن د نړۍ په ګڼو ژبو ژباړي تر دې مخکې پکې پښتو نه وه.

ويل کيږي تنزيل ويبپاڼې په ۲۰۰۷ کال کې په فعاليت پيل وکړ او پر لیکه د قرآن کريم د تفسير، تلاوت او اوريدو خدمات يي وړاندې کول.

د www.tanzil.com  په پاڼه کې اوس اوس د نړۍ په ډيرو مشهورو ژبو باندې د قرآن کريم تفساير شته دي.

وتلي افغان دیني عالم مفتي عبدالولي چې له تنزیل سره یې په دې برخه کې کار کړی وایي چې له یو کلنې همکارۍ وروسته یې نن د خپل کار ثمره ولیدله.‌

ښاغلی عبدالولی د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په ۱۹۹۵ کال یې له پېښور پوهنتون څخه په اسلامي علومو کې ماسټري ترلاسه کړې ده13557736_1427249387301186_2928327633659807512_n.‌

دا په ۲۰۱۶ کال کې د انټرنټ په نړۍ کې د پښتو ژبې له پاره دویمه لویه لاسته راوړنه ده چې په ګوګل کې د پښتو په شاملېدلو پسې کیږي.‌

ګوګل ژباړن د روان کال د فبرورۍ په نیمایي کې پښتو د خپلو ژبو په کتار کې شامله کړه.

هیره دې نه وي چې اوس اوس پښتو ګوګل، فیسبوک، پر لیکه قاموسونه، کتابتون او ډيرې نورې آسانتياوې په ټوله نړۍ کې مينه والو ته د لاسرسي وړ دي.

په ور وستیو څو کلونو کې پښتو ته په خپل خوښي ډول شوي کارونه بې ساري دي او ډيری ځوانان لا هم لېوال دي چې پښتو ته په ډيرو برخو کې کار وکړي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©