ځينې خبرې دي چې هيڅ چاته بايد ونه شي: محمدالله آرين
تاریخ: August 10th, 2015, 10:42 am

په هغه نړۍ کې چې موږ ژوند کوو کله کله اړتيا پيښږي چې تر ویلو نه ويلو ته ډیره ترجيح ورکول شي په پښتو کې يو متل دی:« خپله ژبه هم کلا ده هم بلا» يا دا چې « خود کرده را نه درد است نه درمان» په ژوند کې هرڅه ته بايد ډير متوجې و اوسو ځکه په دنيا کې ډير داسې تور زړه لرونکي خلک شته دي چې زموږ له خبرو يا رازونو زموږ د نابودۍ په موخه کار اخليaryen.

هغه ستونزې چې موږ يي لرو دا په موږ پورې اړوندې دي په اصل کې له خپلو ملګرو سره د خپلې ماتې په اړه خبرې موږ په يو منفی او ماتي خوړلي کس تبديلوي زه ډير داسې خلک پيژنم چې د ژوند له تیرو رازونو يي کله ملګري خبر شوي دي نو له ده يي فاصله اخیستې، ژوند پړاوونه لري هر پړاو يي له بل هغه سره ډيرې کمې اړيکې لري نو کوښښ مه کوی تیر ژوند او اوسنی ژوند مو سره ونښلوی، هغه کسان چې ډير بريالي وي کله هم د خپلو ستونزو په اړه خبرې نه کوي او دا هرڅه يوازې له ځان سره ساتي.

هر سړی په خپل ژوند کې يوه وړتيا لري خو بل داسې کس هم شته چې ستاسو په ژوند کې د مداخلې هڅه کوي که ورسره مخ شوی په خندا يا ټوکه څنګزن ترې تیر شی ځکه خندا يا ملنډې کولای شي د منفي سړي موقعيت بدل کړي کله يي هم مه پوهوۍ چې تاسو ورته څه خبره نه کوی بلکه داسې وښيی چې همدا ملنډې هم يوه خبره وه چې تاسو ورته وکړه.

دلته به د هغو پنځو څيزونو په اړه خبرې وکړو چې کله يي هم نورو ته ويل نه دي په کاري:

۱ـ رازونه:

راز څه شی دی؟ راز محدودو کسانو ته د دوی د ژوند په اړه معلوم اطلاعات دي چې نور ترې نه وي خبر. هرسړی په خپله نړۍ کې لږتر لږه يو راز لري. ټول پوی يو چې د راز ساتل ډيره د بحث وړ موضوع ده هر سړی نه شي کولای راز ساتونکی و اوسي. شونې ده کله کله ډير واړه يا ساده رازونو د ژوند تر ټولو نيږدې ملګري يا دوست ته و وايو خو کوښښ مه کوی ستر رازونه له نورو سره شريک کړی ، ځکه راز چې دښمن ته معلوم شو بیا نو په ارامه خوب ناشونی دی.

۲ـ شخصي ژوندی

خصوصي ژوند ډير سپيڅلی دی او خاص حدود لري، په دې حدودو کې بل هيڅ کس ته اجازه نشته. هيڅوک نه غواړي چې نور يي په شخصي ژوند پوی شي خو ځينې کوښښ کوي په دې راز خلک پوی کړي چې دا تر ټولو ستره سهوه ده.

نن سبا مو که چيرې ټولنیزو پاڼو ته فکرکړی وي ځوانان پر يو بل د نيوکو په لړ کې کوښښ کوي د یو بل پر شخصي حدودو تيری وکړي ان شخصي انځورونه يا ويديوګانې يي خپروي، د کلی او سيمې رازونه يي نورو ته وايي او په دې کار سره ميلیونونو کسان د ده په راز خبريږي، يو انسان دوه ډوله شخصيت لري يو يي د ماشومتوب او کلي شخصيت دی بل يي بیا تر لوړو زده کړو او کار وروسته هغه شخصيت دی چې ده په خپل محنت تر لاسه کړی دی نو موږ ته نه ښايي چې د یو کس شخصيت په ټولو برخو کې سره ګډ کړو، د بیلګې په ډول یو ځوان د يو ناسم سړي زوی خو دی خپله ښه سړی يا د ښه فکر خاوند دی ولې د ده ښه والی او يا لوړ فکر يي د پلا د ناسمو کړو وړو له امله نفيي شي، يا د یو سړي زوی ډير بيلارې دی خو پلار يي ډير ښه سړی دی نو ولې د زوی په بیلارې د نوموړي پلار سپک ياد شي.

۳ـ ګټه وټه:

آيا غواړۍ نور مو د پیسو يا شتو په راز پوی شي؟ نه کله هم نه دا کار هغه کوي چې غواړي د نورو پيسې وشمري. که غواړۍ ګټه وټه مو ثابته وي نو کوښښ مه کوۍ باټې و وهی. ځکه د خلکو حسادت مو هیر نه شي او ډير کم خلک به وي چې خپل حسادت دې کابو کړای شي. که ستاسو ژوند ښه وي نو کله يي هم رښتيا نورو ته مه وایی، کوښښ وکړۍ د ګټې وټې راز له ځان سره وساتی.

۴ـ زړه:

زړه تر ټولو ژر ماتيدونکی او زيان منونکی دی، يوازې يو ناسم کار يا حرکت ستاسو زړه مات کړي. نو کله چې له نورو سره خبرې کوۍ د ځان خيال ساتی، خبرې په واک کوی، خبري حرکات مو داسې مه کوی چې يو څوک يي بل ډول تعبیر کړی.دښمن تل کوښښ کوي په هره برخه کې د يو کس منفي ټکي پيدا کړي نو که غواړۍ دښمن مو منفي ټکی پيدا نه کړي نو راځۍ په خپلو کړو وړو له سره کتنه وکړو خپل حرکات وګورو او د نورو له ګوت نيوي ځان ته ګوته ونيسو.

که غواړۍ خپل دردونه له نوروسره شريک کړی باید پوی وی چې مقابل لوری مو ډير لوړ درک لري. کله مو چې زړه کې څه را پيدا کيږي اول کوښښ وکړۍ له خپل رب سره راز او نياز وکړۍ، يوازې کيدل، په زوره زوره ژړل، الله ته مراجعه، عبادت کول، په ټولنه کې تر ځان په ټيټو نظر دا ټول د سکون تر ټولو ښې لارې چارې دي.

۵ـ راتلونکې موخې:

هر سړی په دنيا کې خپلې موخې لري. خو ډير داسې دي چې د خپل راتلونکي ژوند په اړه يو خيالي نظر هم له نورو سره شريکوي، خو دلته بیا هم حسادت ته بايد فکر وکړو که هرڅه مو په زړه کې وي کوښښ وکړۍ پټ يي وساتی ځکه موخې ټاکل يوازې يوه برخه وي ورته رسيدل ستونزې او سختۍ له ځان سره لري.

علمي څيړنې ښيي هغه چې ډيرې خبرې کوي نو تل ترې رازونه ویل کيږي او بیا ډير کم بريالي کيږي هم ځکه دوی نه په ناپامي کې ډيرې حبرې وتلي وي، د بیلګې په ډول که ته چيرې يوې نوې دندې ته ځې تر تګ مخکې کوښښ وکړه چاته يي ونه وايي ځکه کله تر تګ مخکې خنډ پيدا کیدای شي.

له خلکو سره اړيکې ډيرې ښې وې خو ځينې ستونزې او عیبونه هم لري، ډير داسې حیله ګر خلک شته دی چې کولای شي ستاسو د ژوند د بريآوو پروړاندې خنډ شي. خو هغه چې د ژوند په راز پوی وي کله هم کوښښ نه کوي دا پټ راز خپل دښمن ته و وايي. ژوند يو راز دی راځۍ دا رازونه پټ وساتو، ژوند داسې سريال ته ورته دی چې هره برخه يي ځپل جذابيت لري دا جذابیت هغه ته مهم دی چې د ده وي کنه نور يي لکه په تلويزیون تش ګوري او يوازې شونډې ورته بوڅوي.

ماخذ:

۱ـ عمومي ارواپوهنه

۲ـ د ژوند راز علمي مقاله.

۳ـ ځينې انټرنيټي پاڼې

له زیار اونيزې څخه په مننې


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©