ځينې کړۍ د يومف او دنیا خصوصي پوهنتونونه نوم بدي کوي
تاریخ: December 28th, 2016, 4:01 pm

افغان ځواک: څه موده مخکې يوې خصوصي رسنۍ په افغانستان کې د يومف د نړۍ وال پوهنتون او دنيا په اړه مغرضانه راپور خپور کړی وو چې ددې پوهنتون د unnamedمشرتابه له لوري تند غبرګون سره مخ شو.

ددې پوهنتون مسولينو نن په خبري ناسته کې وويل چې دوی له لوړو زده کړو وزارت څخه رسمي جواز تر لاسه کړی دی او پرانیسته يي هم د لوړو زده کړو وزارت په تالار کې شوې خو ځينې مغرضې کړۍ په افغانستان کې لومړنی مخکښ خصوصي پوهنتون نوم بدی کوي.

ددې پوهنتون د بهرنیو اړیکو سلاکار نيکمل سنګدل وويل:« دې پرانيستنې ته په ۱۳۹۲ کال کې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني چې هغه وخت د لیږد د پروسې مسول وو او د لوړو زده کړو پخواني مرستيال بابري او د خصوصي پوهنتونو پخواني رئيس پکې ګډون کړی وو.»

دوی په لوړو زده کړو وزارت د نيوکې په لړ کې وويل چې ولې دا وزارت يوازې د مغرضو کړيو په خولو کوي او خبرداری يي ورکړ که ولسمشر ددې مخکښ پوهنتون د مسولینو غږ وانه وري خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

دوی د لوړو زده کړو  وزارت ته د خبرداري په لړ کې وويل چې ددې پوهنتون مشرتابه تيار دی په خپل لګښت د لوړو زده کړو وزارت پلاوی ان سويس هيواد ته وليږي څو د دوی اداري او قانوني چار په ياد هیواد کې له نيږدې وګوري.

نوموړي زياته کړه چې په حکومت کې ځينې کړۍ په دې هڅه کې دي چې د مخکښو پوهنتونو د ودې مخه ونيسي  او د خپلو خصوصو پوهنتونو لپاره بازار موندنه ddوکړي.

نوموړي دا هم وويل چې د لوړو زده کړو وزارت زموږ کارونه ځنډولي دي او نه غواړي چې د دوی اسناد د بهرنیو چارو وزارت له لارې سويس هیواد ته واستول شي.

نيکمل سنګدل دا هم وویل چې د دوی کارونه به په منظم ډول روان وي ځکه چې دوی رسمي جواز تر لاسه کړی دی خو ګيله يي وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت باید د مغرضو کړيو خبره ونه مني.

نوموړي وويل چې د دوی په هره آزموينه کې د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ګډون کړی دی خو دوی ته تر دې دمه کله هم د لوړو زده کړو وزارت کوم رسمي مکتوب نه دی استولی.

نيکمل وويل:« که چیرته د لوړو زده کړو وزارت زموږ شته جواز جعلي بولي نو بیا د وخت د لوړو زده کړو پخوانی وزیر عبیدالله عبید او د خصوصي پوهنتونو رياست او د دوی مهر او لاسليکونه هم جعلي دي.»

نيکمل سنګدل وويل چې د بهرنیو چارو وزارت او لوړو زده کړو وزارت ځينې مسولین ددې پوهنتون پر ضد په دسيسه کې شامل دي ځکه که يي دسيسه نه کولای نو له دوی سره شته اسنادو ته باید مراجعه شوې وی.

ياده دې وي چې د يومف نړۍ وال او دنيا پوهنتون په ۱۳۹۲ کال کې جواز تر لاسه کړ او  اوس مهال زرګونو محصلين د ليسانس او ماسترۍ په برخه کې پکې زده کړي کوي.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©