ږیره لرونکې ميرمنې په لندن کې په یوه مسابقه کې ګډون وکړ
تاریخ: March 4th, 2016, 4:45 pm

افغان ځواک: په نړۍ کې به هيڅ داسې میرمن نه وي چې د نارينه په څير دې ږیره ولري خو په هندوستان کې پنځه ويشت کلنه هرنام کور هغه میرمن ده چې د _c1335a9e-e1f3-11e5-a1fb-86e627e3731cنارینه وو په څير ږيره لري.

نوموړي چې تر دې مخکې يي له ځانه کرکه کیده کله يي چې لیدونکي او مينه ډیر شول پر ځان يي باور پيدا کړ.

اوس اوس نوموړې په لندن کې د مود په يو نندارتون کې ګډون کړی دی او هندي نتکۍ او پيزوان يي په پوزه کړي دي او په دوديزو جامو کې راښکاره شوې.

نوموړي چې تیره اونۍ د امريکې د جواهراتو په يو نندارتون کې په لندن کې را ښکاره شوه وايي چې په وړکتوب کې يي دا ارمان وو چې يوه ورځ د موډ په ورځ کې ګډون وکړي.

مرينا هیروتوتين چې يوه امريکايي ډيزانيره ده وايي چې هرنام کور په ځان  ډيره ډاډه وه او موږ غوښتل متفاوته ښکلا نندارې ته وړاندې کړو.

دې هندۍ ږیره لرونکې ميرمنې په دې نندارتون کې د امریکې د جواهراتو په نندارتون کې  د لنډې لمنې يو کميس هم نندارې ته وړاندې کړ.

هرنام کور په دې نندارتون کې ويلي دي:« شونې ده زه به ښکلې نه يم، شونې ده زه به زړه را ښکونکې نه يم خو زه غواړم په دې نندارتون کې د يوې موډلې په توګه راښکاره شم.»

ويل کيږي نوموړي يولس کلنه وه چې په مخ يي ويښته راښکاره شول او ډاکټرانو ورته وويل چې ددې د ويښتو هورمونه ډير پياوړي دي.

هیره دې نه وي چې دې ميرمنې په لومړي سر کې له ځانه کرکه کوله خو کله چې ورسره چلند عادي شو دې له هندي عقيدې سره سم د خپلې ږيرې پالنه وکړه او باالاخره يي پر ضد کرکه او يا نفرت هم لرې شو.

افغان ځواک ـ خبرخونه


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©