کرکټ بورډ او عدالت…:ليکوال: نجيب الله آزاد
تاریخ: December 17th, 2016, 5:41 pm

دقانون او يا حقوقو د يوه شاګرد په توګه  زه عدالت هر شی په خپل سم ځای اېښودلو ته وايم. د دوو اونيو راهيسې په ټولنيزو رسنيو او بيا د لاريونونو له لارې د najib azadکرکټ بورډ پخواني مشران هر

يو نسيم الله دانش او شفيق الله ستانکزی د خلکو لخوا وغندل او ورټل شول. دا هر څه هغه مهال پيل شول کله چې  د کرکټ ملي لوبډلې يو تن لوبغاړي (مېډيم فاسټ باولر شاه پور ځدراڼ) د کرکټ بورډ پر مشر او اجرايه ريس د رسنيو له لارې تورونو ولګول.

پر ټولنيزو رسنيو او د لاريونونو ګډونوالو همدا يو شعار (دانش او ستانکزی غله او فاسد دي ) ورکاوه او شاه پور ځدراڼ د دوی د کړنو او کړو وړو قرباني دی، فلهذا دا چاروکي دې ژر تر ژره له خپلو دندو ګوښه او نوموړی لوبغاړی دې ټيم راوستل شي.

د دانش او ستانکزي په اړه په ځانګړې توګه د دوی د بهرنيو سفرونه په خلاف ما يو کال وړاندې مقاله ليکلې وه چې اوس به هم د تاند وېبپاڼې په ارشيف کې پرته وي، فلهذا زما دا مقاله د دوی په ملاتړ يا پر فېسبوک د بعضو لنډ فکرو په ژبه د کرايي ليکوالۍ په مانا نه بلکې د قانون، حقوق او يا هم د عدالت پر طرز او اصولو مبنی ده.

په پاکستان کې د ډېريو افغان مهاجرينو په ځانګړې توګه د ملي ټيم د لوبغاړو په څېر ما هم لږ تر لږه پنيځه لس کاله  کرکټ او د نړيوالو لوبغاړو د لوبې ننداره وکړه چې دې کار ماته څه نا څه کرکټ را زده کړی. په همدې اساس زه ويلی شم چې شاه پور ځدراڼ د ملي ټيم يو متوسط لوبغاړی دی نه ډېر وړ چې بې له ده دې ټيم و نه چلېږي، د نوموړي د فعاليت (کارکردګي) اوسط (اېورج) د ۲۲ څخه بيا تر ۲۹ ده مانا نوموړي په هره لوبه کې يوازې يوه وېکټه اخيستې ده، که څه هم نوموړی په اونه جګ او په مټو قوي ښکاري اما د باولېنګ سپيډ يې لاهم مېډيم او لاين او لېنت يې هيڅکله د پام وړ نه و. بل دا چې نه يوازې شاه پور ځدراڼ بلکې د ده د عمر ډېری لوبغاړي لکه نوروز منګل، کريم صادق، اصغر ستانکزی، نورعلي ځدراڼ، ميرويس اشرف هغه لوبغاړي دي چې دوی هر يو تر څلوېښتو کالونه لوړ عمرونه لري او بايد اوس استفعا وکړي، ريس احمدزی ( د ملي ټيم پخوانی لوبډلمشر او اوسنی روزونکی) يې بهترين مثال دی.

خير تېر به شو تر دې چې د چا څومره عمر او څه ډول فعاليت دی، رابه شو د کرکټ بورډ پخواني مشرتابه څو لنډو لاسته راوړنو ته، همدا بورډ و چې په ډېر لږ وخت کې يې ډېر ستر ټورنمنټ (شپږيزه) پيل کړه چې دې کار د کرکټ نړيواله شورا ډېره متاثره کړه، همدا مشرتابه وو چې په لنډ وخت کې يې د هيواد په بېلابېلو ولايتونو لکه کندهار او خوست کې د نړيوالو لوبغالو جوړونه پيل کړه او د بورډکلنې بوديجه يې پينځه ميلونه ډالرو ته ورسوله.

لکه څنګه چې مې په لومړي سر کې يادونه وکړه چې ما د کرکټ بورډ په مشرتابه يوکال وړاندې لا يوه نقدکوونکې مقاله ليکلې وه چې هغه يوازې زما له نظره څه نا څه کړنې وې چې ما بايد غندلي وای اما دا په دې مانا نه ده چې زه دې هغه مهال قاضي وم او يا هم اوس او يا په بله اصطلاح دوی دې هغه مهال بد او اوس ښه وي، ممکن هغه مهال ښه خو اوس ډېر بد وي اما دا هر څه د يوې رسمي او قانوني څېړنې په رڼا کې کېږي. زه متوجې شوم چې زموږ ډيريو هيوادوالو په ډېر وياړ وليکل او وويل چې زموږ مبارزې نتيجه ورکړه، زه د دوی څخه دا پوښته کوم چې کومې مبارزې؟ ايا دا مبارزه ده چې يو لوبغاړی دې په رسنيو کې په يو چا تور ولګوي ( که څه هم حقيقت به وي) اما وړاندې تر دې چې يوه باصلاحيته محکمه، کميټۍ او يا هم کميسون تور او سپين سره بېل کړي ته دې د يوه طرف په پلوي شعارونه ورکړې او بل لوری دې په سختو ټکو وغندې؟

د هر هيواد کرکټ بورډ نه يوازې کرکټ بورډ بلکې د هرې لوبې بورډ او يا هم فېدراسيون خپله يوه کمېټۍ او يا هم کميسون لري چې دغه ډول شخړې په هر اړخيز ډول څېړي او بيا پرېکړه کوي، او که چېرې ياد ادرسونه نه وي نو د همدغسې جدي قضيې لپاره ځانګړی کميسون جوړېږي چې زموږ ولسمشر خو هسې هم پکښې متخصص دی تر څو قضيه وڅېړل شي او سلامت او ملامټ په ډاګه شي.

خو د دانش، ستانکزي او ځدراڼ قضيه په بشپړه توګه برعکس، يو اړخيزه، د غير مسلکي کس له لوري په غير مسلکي ډول فيصله شوه چې دا به نورو لوبغاړو ته دا جرئت ورکړي چې که په راتلونکي کې د بل لوبغاړي، لوبډلمشر او يا هم د بورډ د مشرتابه سره ستونزه ولري، رسنيو ته به راوځي په حقايق ولاړ او يا هم غلط تور به لګوي، ولس به دی مظلوم او قرباني ګڼي خو د مخالف لوري په وړاندې به شعار ورکوي، دې شعارو ته به ملي مبارزه وايي او ولسمشر به پرته له کومې هر اړخېزې، عدلي، مسلکي او تخنيکې څېړنې د يوې خوا په پلوي پرېکړه کوي، او دا فکر به نه کوي چې د دا بل طرف حيثيت يې تر پوښتنې لاندې راووست او هغه تورونه چې پرې لګېدلي وو په حقيقت بدل شول او په ټولنه کې يې شخصيت شکمن شو. همدغه کار دې شوی وای اما د يوې مسلکي او تخنيکې ادارې له خوا هغه هم د قضيې د هر اړخيزې څېړنې وروسته. که په تورونو او شعارونو وي نو موږ هره ورځ وينو چې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې د اردو منصبداران په خپلو مشرانو (د وزير او لوی درستيز په ګډون) تورونه لګوي او خلک باور هم پرې کوي، اما ولسمشر ولې وزير، لوی درستيز، د قول اردو او ليواوو قومندانان له دندو نه ګوښه کوي؟ ښه بېلګه يې همدا تازه پېښه ( د دوستم او ايشچي) ده، د ايشچي د ادعاوو سره سم ولې دوستم له دندې نه ګوښه کوي؟ اما قضيه عدلي او قضايي ارګانونو ته د سپارلو او يا هم د جرګې او مرکې له لارې د جوړجاړي سپارښتنه کوي……

د سرلوړي او سوکاله افغانستان په هيله…


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©