کندهاريان: نه د روسيي ناسته منو او نه د ولسمشر انځورونو ته توهين
تاریخ: December 28th, 2016, 5:15 pm

افغان ځواک: د لوی کندهار مخورو او مشرانو نن د يوې پراختې ناستې په لړ کې په روسيه کې د حکومت په نشتون کې د پاکستان، روسيي، چين او طالبانو تر منځ 15747909_1293878874002389_9083135580802237532_nشوې غونډه په کلکو ټکو وغندله.

دې مشرانو په خپلو خبرو کې وويل چې د لوی کندهار مخور او مشران به د دولت په نشتون کې هيڅ غونډه هم ونه مني.

د غونډې ويناوال  د کندهار مخور، د ولسمشر سلاکار وزیر  حاجي اغالای دستګيري،  د ولايتي شورا غړی نعمت الله وفا او يو شمېر مدني فعالان وو.

دوی په کابل کې په وروستیو کې د ځينو عقده منو کړيو له لوري يي د ولسمشر انځورونو ته شوی توهين هم په کلکو ټکو وغانده.

دوی وویل چې ځينې له بهر څخه حمايه کيدونکې کړۍ کوښښ کوي په دې ډول کارونو سره د ولس تر منځ بیلوالی او درز ډير کړي.

15672884_1293878964002380_6699085295247416670_nدوی غوښتنه کوله چې د کابل امنيتي مسولین باید د بهرنیو دا جاسوسان و ونيسي او ژر تر ژره دې محاکمه کړي.

دوی په خپلو خبرو کې ولسونه ملي يو والي او د دښمن پر ضد يو موټي والي ته را وبلل.

افغان ځواک ـ کندهار


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©