کونړيان: ځنګل وهونکي او ترهګر يو شان دي، کونړ وژغورئ
تاریخ: January 4th, 2017, 7:14 pm

افغان ځواک: په کونړ کې د ځنګلونو د ظالمانه وهلو په لړ کې لومړی وار ځوانانو د يو مدني خوځښت په لړ کې په ياد ولايت کې ددې بې رحمۍ پر ضد غږ پورته 15871480_1240848622676012_1249919976983535577_nکړی دی.

اوس اوس چې د کونړ د ځنګلونو  د ژغورنې مدني لړۍ په ټولنيزو پاڼو کې پيل شوې د کونړ اوسيدونکي او ځوانان له ولسمشر څخه غواړي چې ددې ځنګلونو له وهونکو او په دې چار کې له شريکو مسولینو يي خلاص کړي.

د کونړ ځوانان وايي چې هره مياشت د ځنګلونو قاچاقبر او وهونکي په لکونو پيسی د کونړ شته والي وحيدالله کلميزي ته ورکوي.

دوی په دې مبارزه کې نه يوازې د ځنګلونو پر وهلو نيوکې کړي دي بلکه د والي پر ډيرو کړنو يي تندې نيوکې کړي دي.

دوی تر دې شعار لاندې چې « د طبيعت وژل د انسانيت ختمول دي» په دې مبارزې سره خپل غږ ان تر ولسمشرۍ ماڼۍ پورې رسولی دی.

کونړي ځوانان له ولسمشر څخه غواړي چې ددې ولايت د طبيعت قاتلين بايد لرې او پر ځای يي داسې خلک وګماري چې پر دې ولايت او شته شنه طبیعت يي زړه وسوځوي.

ځوانان وايي چې والي هڅې پيل کړي دي څو په دې ولايت کې وهل شویو لرګيو ته د پلور د پلمې په جوړولو د نورو ځنګلونو وهلو ته موکه برابره کړي.

ځوانان وايي چې له والي سره امنيتي مسولین هم په دې چورتالان کې لاس لري.

د دوی په خبره که ولسمشر يي غږ وانه وري نو اړ دي چې ددې قاچاق د مخنيوي په خاطر د کونړ او ننګرهار تر منځ لویه لاره بنده کړي.

یاده دې وي کونړ کې 332000 هکتاره ځمکه/غرونه په ځنګلونو پوښل شوي چې د ټول افغانستان د ځنګلونو 70% کیږي.

کونړيان وايي: څه موده وړاندې په اسعداباد ښار کې د شته لرګیو د خلاصون او د هیواد بیلابیلو برخو ته د وړلو جواز ورکړل شو، له دې کار سره به نه یوازې دا چې اسعداباد کې د لرګیو شته ټالونه خالي شي بلکې دا به مستقیماً د نورو ځنګلونو د وهلو لامل شي، په تیر کې هم دا ثابته شوي ده چې کله هم د لرګیو د خلاصون امر ورکړل شوی نو هلته په غرونو کې د ځنګلونو وهلو او قطع کولو زور اخیستی، د لرګیو په خلاصون کې ولایتي اداره لاس لري او دوی ته په کې مستقیماً پیسې رسیږي.

د دوی په خبره له والي نیولي بیا تر د ګمرک عادي ماموره پورې ټولو ته په کې خپله برخه رسیږي، که مرکزي حکومت دا چاره ونه دروي نو کونړ به په راتلونکو نږدې کلونو کې داسې سپیره شي چې بیا به هېڅوک داسې تصور نه شي کولای چې ګوندې کونړ دې یو وخت د افغانستان سویزرلینډ یادیده، د طبیعت وژل د انسانیت ختمول دي، د ځنګلونو ریبوونکي له ترهګرو کم نه دي.

افغان ځواک ـ اسعد آباد


.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©