افغان ځواک: اوس اوس ګارډين ورځپاڼې په يو راپور کې ډاګیزه کړې چې طالبانو ته بسپنه ورکونکي پوی شوي دي چې د دوی پیسې طالبان په افغان وژنه او  ځورونه مصرفوي او نور به دوی ته بسپنه ورنکړي. ګارډين په دې راپور کې د طالبانو د وخت له يو لوړپوړي ديپلومات مولوي رحمت الله کاکازاده سره چې د دوی مشرتابه ته نيږدې دی مرکه کړې. مولوي رحمت الله په خپلو خبرو کې منلې چې طالبان ملکي وګړي وژني او افغانستان ورانوي او له همدې امله خو د هرې ورځې په تیریدو سره ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په هلمند کې د طالبانو د استخباراتو يو مسول ملا عطالله د پوليسو د عملیاتو په لړ کې ژوندی نيول شوی دی. ويل کيږي چې نوموړی پرون د عامه نظم پوليسو لاس ته ورغلی دی. د کورنیو چارو وزارت هم په يوه خبرپاڼه کې د عطالله نيول کيدل تاييد کړي دي. ويل کيږي نوموړي په هلمند کې طالبانو ته په استخباراتي برخه کې کار کاوو. د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوی پرون خبر شوي وو چې عطاالله مرکز لشکرګاه ته راغلی وو څو اطلاعات را ټول کړي خو پولیس پرې پوی ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: افغان ولسمشر ترکمنستان ته تر سفر وروسته په مزار کې په خپل تم ځای کې افغان سوداګر خپل حضور ته ومنل او له دوی سره يي په ګڼو موضوعاتو خبرې وکړې. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«  افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار په مزارشریف ښار کې په خپل استوګنځي کې د بلخ ولایت له یو شمېر سوداګرو سره لیدنه او خبرې وکړې.» د خبرپاڼې له مخې: په پيل کې د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس آرش یونسي خبرې وکړې او د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په کابل کې ملي امنيت رياست د عملیاتو په لړ کې د سړي تښتونکو يوه ډله متلاشي کړې. د ملی امنيت رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوی دا عملیات د پنځلمسې ناحيي اړوند په تره خيلو سیمه کې کړي دي. خبرپاڼه زياتوي چې عمليات د تنګي په سيمه کې شوې. په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په نيول شویو کې نورکریم جان، عزت الله او حزب الله شامل دي. ويل کيږې دې بانډ غوښتل چې يو ماشوم لومړی وتښتوي او بیا يي د يو ميليون ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان د هليکوپترې د بيړنۍ ناستې له امله نن ماښام مهال په شهادت ورسيد. ياده پيښه نن ماښام مهال په بادغيس کې شوې او په لړ کې يي جنرال محي الدین غوري شهيد شوی دی. د دفاع وزارت هم پيښه تاييدوي او وايي چې پيښه وروسته تر هغه وشوه چې  هليکوپتره د ناستې ځای ته ديرش ميتره نيږدې شوې وه. بلخوا ويل کيږي له نوموړي سره په دې هيلکوپتر کې د بادغيس د ملي امنيت رئيس او د ولايتي شورا رئيس هم وو چې ټپيان شوي ...ادامه ورکړۍ
په ټولنه کې پوه خلک په دې موافق دي چې د یو انسان ژوند د هغه له داخلي تحرک څخه ښه کیدلی شي او بد کیدلی هم شي، د انسان داخلي تحرک هغه ځواک او انرژي ده چې که په سمه بڼه په کار واچوله شي یقیناً ډېر ژر به هغه څه تر لاسه کړي چې په ټولنه کې نورو ښو اشخاصو تر لاسه کړیدي او که غلطه استفاده ترې وشي نو پایلې به یې نه یوازې د ځان لپاره خطرناکې واوسي بلکې خپله کورنۍ، دوستان، کلی او سیمه به یې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په ننګرهار کې يوې باوري سرچينې  افغان ځواک ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چې پاکستان د نازیانو پر ولسوالۍ راکټي بريدونه کړي دي. دې سرچينې وويل چې ياد بريدونه نن سهار شوي دي. د نازيانو خلک هم وايي چې ددې ولسوالۍ په څو سرحدي سيمو کې څوارلس راکټي بريدونه شوي دي. هڅه مو وکړه په دې اړه د ننګرهار د ځايي مسولینو نظر هم له ځان سره ولرو خو رسمي سرچينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه. بلخوا په نازيانو کې د سرحدي ځواکونو يوې سرچينې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد اوس اوس ځينو رسنیو ته ويلي دي چې د طالبانو د کوټې شورا او د دوی مشر هبت الله افغانستان ته را ستانه شوي دي او نور يي پاکستان پريښی دی. نوموړي په دې اړه نور جزييات نه دي ورکړي خو دومره يي ويلي دي چې دا کار په تیرو دوو مياشتو کې شوی دی. بلخوا يوې بلې طالب سرچينې بیا رسنیو ته ويلي دي چې د طالبانو ډيری غړي د هلمند ولايت ته راغلي دي او نور يي په پاکستان کې ډيری مشران ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په ننګرهار کې د جمعې په ورځ طالب ترهګر د ښار په دريو سيمو کې بمي چاودنې وکړې. ددې چاودنو په لړ کې پنځه تنه افغانان شهيدان شول او ۲۱ نور ټپيان شول. د ننګرهار يوې امنيتي سرچينې افغان ځواک ته نن وويل چې ددې بمونو خښونکی ژوندی پوليسو نیولی دی. يادې سرچينې وويل چې دا طالب ترهګر د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی دی. سرچينې زياته کړه: د چپرهار اوسیدونکی فریدون نومیږي پرون يي درې واړه بمونه په خپل لاس خښ کړي دي چې نن امنيتي ځواکونو نيولی دی او په ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ټرانسپورت په برخه کې پانګونه کولای شي له نښتې سره مخ هیوادونه په پښو ودروي. ولسمشر غني  د تل پاتې ترانسپورت په نړۍ واله ناسته کې په عشق آباد کې وويل: په آسيايي هیوادونو کې ټرانسپورتي انقلاب کولای شي په سوله کې مثبت رول ولري او افغانستان د سیمې هیوادونو يو ښه نښلونکی دی. له دې سره سره چې افغانستان لا هم له ترهګرۍ رنځ وړي ولسمشر غني د ترانسپورت په ناسته کې وويل: چې په دې برخه کې پانګونه کولای شي د نښتې ځای له يو بل سره ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©