له بلخ څخه د ماشومانو لپاره پښتو میاشتنۍ (ټال) خپرونې دویمه ګڼه په ښه کیفیت، په وړوکي سایز ، په اتو مخونو کې چاپ او خپره شوه، په دغه خپرونه کې هم د ماشومانو لپاره هر اړخیز او ګټور مطالب چاپ شوي، د ټال لومړۍ ګڼه د روان کال(۱۳۹۵ ل، لمریز، د لړم په ۲۴مه، د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د نومبر په ۱۴ مه) په څلور مخونو کې د ۲۰۰۰ په شمېر چاپ او خپره شوه، چې د لوستونکو او د لیکوالانو په غوښتونو سره د یادې خپرونې دویمه ګڼه په ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د لوی کندهار مخورو او مشرانو نن د يوې پراختې ناستې په لړ کې په روسيه کې د حکومت په نشتون کې د پاکستان، روسيي، چين او طالبانو تر منځ شوې غونډه په کلکو ټکو وغندله. دې مشرانو په خپلو خبرو کې وويل چې د لوی کندهار مخور او مشران به د دولت په نشتون کې هيڅ غونډه هم ونه مني. د غونډې ويناوال  د کندهار مخور، د ولسمشر سلاکار وزیر  حاجي اغالای دستګيري،  د ولايتي شورا غړی نعمت الله وفا او يو شمېر مدني فعالان وو. دوی په کابل کې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: نن سهار مهال د کابل په ښار کې په ښخ شوي ماين کې د ولسي جرګې غړی فکوري بهشتي ټپي شو. ياد ماين چې په پلچک کې ښخ شوی وو د بامیانو د استازي یو ساتونکی پکې وژل شوی دی. په سيمه کې عيني شاهدان وايي چې بهشتي ملي شورا ته پر لاره وو چې ماين پرې وچاوديد. یاده دې وي چې دا په تیره اونۍ کې د ملي شورا پر غړو دوهم بريد دی. تر دې مخکې د ولسي جرګې د بل غړي معلم ميرولي پر کور هم طالبانو تروريستي بريد ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د شمالي کوریا ولسمشر اعلان کړی دی چې هيڅوک په ياد هیواد کې د کرسميس يا عيسويانو د اختر او نوی کال جشن نه شي لمانځلي. ددې هیواد رسنیو د ولسمشر کيم جونګ اون له خولې لیکلي دي چې د عيسويانو د جشن او نوي کال پر ځای باید د دوی د مذهبي مور « سوک» لمانځنه وشي. دوی داسې عقيده لري چې سوک نومې مور هم د کرسميس په ورځو کې پيدا شوې. دا ميرمن چې د شمالي کوریا يوه انقلابي هغه تیره شوې کيم جونګ اون يي تر حضرت ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د بولیو ولسمشر اوو مورالس د يوې محکمې د لیدو ناستې ته راغلی وو. د محکمې ناسته وغځيده او ولسمشر ستړی شو او په دې ناسته کې يي د خپل موباييل له لارې  بربنډو فلمونو په لیدلو پيل وکړ. خو نوموړی هغه وخت وشرميد چې په ناڅاپي ډول فلم پلې شو او ټولو يي غږ واوريد. د نوموړي دا ويديو د ځينو رسنیو کامرو هم اخيستې وه او په ياد هیواد کې يي سترې ناندرۍ را منځ ته کړي دي. ويل کيږي دې ويډيو د يادې محکمې پروسه هم ګډه وډه کړه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په مسکو کې د روسيي په کورته توب د چين، پاکستان او مسکو ناسته د ملي شورا او افغان ولس له تندو غبرګونونو سره مل شوې. د ملي شورا غړو ددې ناستې د غندلو په لړ کې ويلي دي چې  د سيمې هیوادونه کوښښ کوي په دې ډول ناستو سره شته حکومت کمزوری کړي او له دې لارې طالبانو ته مشروعيت ورکړي. دوی د حکومت پر ديپلوماسۍ هم نيوکې کړي دي او وايي چې د شته حکومت سیمه ایزه ديپلوماسي کمزورې ده. د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي وويل چې حکومت ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: څه موده مخکې يوې خصوصي رسنۍ په افغانستان کې د يومف د نړۍ وال پوهنتون او دنيا په اړه مغرضانه راپور خپور کړی وو چې ددې پوهنتون د مشرتابه له لوري تند غبرګون سره مخ شو. ددې پوهنتون مسولينو نن په خبري ناسته کې وويل چې دوی له لوړو زده کړو وزارت څخه رسمي جواز تر لاسه کړی دی او پرانیسته يي هم د لوړو زده کړو وزارت په تالار کې شوې خو ځينې مغرضې کړۍ په افغانستان کې لومړنی مخکښ خصوصي پوهنتون نوم بدی کوي. ددې پوهنتون د بهرنیو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: پاکستان په افغانستان کې د هرې تباهۍ او ترهګريز بريد تر شاه يو ډول نه يو ډول لاس لري. يو نارويژي ديپلومات چې څو وارې يي د طالبانو له وژل شوي مشر ملاعمر سره لیدلي او ټليفوني خبرې کړي دي وايي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې پر وړاندې يوازنی خنډ دی. ياد ديپلوماټ چې الف آرني راميسلن نوميږي وايي چې له ملاعمر سره يي تر دوه ځلې ټليفوني خبرو وروسته دوه ساعته ولیدل او نوموړی سولې ته لېوال وو. نوموړي ويلي دي چې په ۲۰۰۷ کال کې له هڅو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ملی امنيت لوی رئيس محمد معصوم ستانکزی چې نن مشرانو جرګې ته ورغلی وو وويل چې ځينې هسې د دښمن د مبلغ رول لوبوي او يو ډول له ترهګرو سره مرسته کوي. ښاغلي ستانکزي سناتورانو ته په خطاب کې وويل:« ځينې پرته له دې چې پوی وي د دښمن لپاره رواني تبلیغات کوي او تر هغه چې ددې کار مخه ونه نیول شي بريا به ناشونې وي.» نوموړی وايي چې اوس معلوماتو ته لاسرسی آسانه شوی نو ځکه دښمن هیوادونه نه غواړي چې اوس جاسوسان وګماري. ستانکزي وويل:« ملي امنيت ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په مسکو کې هغه درې اړخیزه ناسته چې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه بلل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستيال له لوري رهبري کیږي. د چين، روسيي او مسکو  چارواکي نن د روسيي په پلازمينه کې را ټول شوي وو څو په افغانستان کې د امنيت او سولې پر ټينګښت خبرې وکړي. تر اوسه ددې ناستې پايلې نه دي رسنيزې شوي خو ويل کيږي ددې ناستې مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستيال اعزاز احمد چوهدري کوي. له دې سره سره چې دې ناستې ته ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©