افغان ځواک: د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ورکول شوي حکم له مخې د کورنیو چارو وزارت درې پخواني مرستيالان تر نامعلوم وخت پورې له هیواد څخه نشي وتلی. خبري رسنیو ويلي دي چې په دې کسانو کې مجتبی پتنګ،جميل جنبش او جمال ناصر صديقي شامل دي. ويل کيږي دې درې واړو د عامه نظم په برخه کې د مرستيالانو دندې ترسره کړي دي. ويل کیږي دا درې تنه له شخصي امنيتي کمپنيو څخه د پنځوس زره ميله وسلې، مخابراتي او نورو وسايلو تر راټولولو وروسته ددې توکو د تري تم کيدو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک:  د تل په څير طالبانو د ملکي وګړو د وژلو په لړ کې په نيش ولسوالۍ کې ۲۳ ملکي وګړي په شهادت رسولي دي. ددې کسانو د جنازې مراسمو ته نن د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق هم ورغلی وو. د امنيه قومندان په شتون کې لومړی د ۲۳ تنو شهيدانو شویو افغانانو جنازې وشوې. په دې کسانو کې دوه ميرمنې، پنځه ماشومان او نور لويان شامل دي. د جنازې په لړ کې د شهيدانو کورنیو له دوی سره د طالبانو د کړي وحشت د غندنې په لړ کې غوښتنه وکړه چې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د امریکې له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټلیفوني خبرو په لړ کې نوموړي ته د بريا مبارکي ورکړې. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«محمداشرف غني پرون شپه د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې.» په دغه تیلیفوني خبرو کې د افغانستان ولسمشر ښاغلي ټرمپ ته د مبارکي تر څنګ هغه او کورنۍ ته یې د بریالیتوب هیله وکړه، وې ویل: د افغانستان او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ رابطه د دوو ملتونو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک:  په پام کې ده حکومت په راتلونکو څو ورځو کې د ښه نيت په لړ کې د حزب اسلامي څلور سوه بندیان خوشې کړي. ويل کيږي اوس اوس ددې حزب تر دوو زرو تنو پورې وسله وال له افغان حکومت سره بنديان دي. د حزب اسلامي د پلاوي مشر امين کريم هم تاييدوي چې دوی يو ليست تيار کړی دی چې څلور سوه تنه به خوشې شي. بلخوا راپورونه وايي چې طالبانو هم له موکې په ګټه اخیستو ځينې نومونه په دې ليست کې ور ځای کړي دي. خو حکومت وايي چې ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©