افغان ځواک: د تل په څير يو وار بیا د طالبانو ښخ شوي ماین په پکتيکا کې له پنځو تنو ژوند واخيست. د پکتيکا د د ولايتي شورا غړي عبدالجلیل رسنیو ته ويلي دي چې دا پيښه پرون د خوشامند ولسوالۍ په جمجه سيمه کې شوې. نوموړی وايي چې ماين د ملکي وګړو پر سراچه ډوله موټر باندې چاوديدلی دی. نوموړی وايي چې په سراچه موټر کې هيڅوک هم ژوندي نه دي پاتې. ياده دې وي چې په سړک کې ښخيدونکي ماينونه  د طالبانو کار دی چې تل يي ملکي وګړي قربانيان وي. ياد ماينونه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په وروستیو کې په رسنیو کې د طالبانو د مالي ستونزو په اړه خبرې ډيرې شوي دي او اوس اوس په غور کې ځايي چارواکي وايي چې طالبان په زوره له خلکو د عشر اوز کات په نوم اخاذي کوي. د غور د ولايتي شورا غړی  عبدالبصير قادري وايي چې د غور په دولتيا ولسوالۍ کې طالبانو پر ملکي وګړو رڼا ورځ توره شپه کړې. نوموړی وايي چې طالبان د عشر او زکات په پلمه له خلکو په زوره پيسې او نور شته اخلي. نوموړی وايي تر اوسه خلکو مقاومت کړی ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: ولسمشر محمد اشرف غني تيره ورځ د هندوستان په پنجاب کې د اسيا زړه هیوادونو په پرانیسته کې د پاکستان د پنځه سوه ميلیونه ډالره مرستې مننه وکړه او ويي ويل چې اسلام اباد دې ياده مرسته افغانستان ته نه ورکوي بلکه له ترهګرۍ سره پر مبارزه دې ولګوي. دې خبرې پرون او نن ټولې پاکستاني رسنۍ په سر اخيستې او د پاکستان تلی پلاوی چې سرتاج عزيز يي مشري کوله پر دې خبرو سخته خواشيني ښودلې. سرتاج عزيز نن پاکستاني رسنیو ته ويلي دي چې دوی هندوستان هم سپک ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په لوګر کې   د څه کم شل میلونه افغانیو په قیمت د فني او حرفوي زده کړو مرکز د ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه.‎ د لوګر د والي د وياند له دفتر څخه افغان ځواک ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« نن ورځ د یاد مرکز د بنسټ ډبرې ایښودلو په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیرې دوکتور نسرین اوریاخیل، د ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت اود شورا غړو، قومي مشرانو او معلولینو ګډون کړی ...ادامه ورکړۍ
 هېڅکله مه غواړئ هغه تېروتنه چې نه مو وي کړې پړه يې پر غاړه واخلئ او يا دبل شخص له خوا د کړې ګناه په خاطر تاسې بخښنه وغواړئ، داځکه چې په دې کې کومه ګټه نشته،داپه ځوانۍ او مېړانه کې هم نه راځي،که کومه پايله لري هغه به يواځې داوې چې خپل ځان ته به مو دوکه اوبل ته به مو دځان په هکله ناسم ذهنیت ورکړی وي،نو په دې کار سره به مو نه په دنيا کې څه فايده په لاس راوړې وي اونه به مو داخرت لپاره څه ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©