افغان ځواک: د ننګرهار والي ګلاب منګل رسنیو ته ويلي دي چې حکمتيار به ډير ژر ننګرهار ته راشي. نوموړي رسنیو ته ويلي دي چې حکمتيار ته ټولې تيارۍ نيول شوي دي. د منګل په خبره نوموړی به په ننګرهار کې د  سرحدونو او قبایلو رياست په ودانۍ کې ځای پر ځای شي. نوموړی وايي چې دوی په دې برخه کې پوره تدابیر نيولي دي او د ننګرهار خلک هم دې ولايت ته د حکمتيار د راتګ هرکلی کوي. د ننګرهار خلکو هم له رسنیو سره په خبرو کې ويلي دي چې د حکمتيار ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په هندوستان کې د ولسمشر محمد اشرف غني وروستیو خبرو پاکستاني سياستوال هک پک کړي دي او ځينو بیا د پاکستان د روانو سياستونو پر وړاندې چوپتيا ماته کړې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ وزيرې ميرمن حنارباني کهر د مشال په نوم راډيو سره په مرکه کې ويلي دي چې پاکستان له افغانستان سره د دوستۍ د پياوړتيا موکه له لاسه ورکړه. نوموړې وايي:« کله د ولسمشر حامد کرزي پرځای د واک چارې نوي ولسمشر محمد اشرف غني سمبال کړې نو پاکستان ته د سفرونو په کولو سره ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: له حزب اسلامي سره د شوې هوکړې په پلي کيدو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي او په ډيرو برخو باندې هوکړه هم شوې. له حزب اسلامي سره د شوې هوکړې پلې کيدو ته هيلې ډيرې شوي دي او ددې حزب د پلاوي مشر  محمد امين کريم وايي چې د شوې هوکړې په برخه کې ځينې پرمختګونه شوي دي او په څو ورځو کې به  د دوی ځينې بنديان له دولتي زندانونو خوشې شي. ويل کيږي ددې حزب د اړوندو کډوالو را ستنيدل هم وروستي شوي دي او ددې  ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په هرات کې يو وار بیا د طالبانو تر منځ په خپل منځي نښته کې شل تنه وژل شوي دي. د هرات ځايي چارواکي وايي چې نښته د شينډنډ په ولسوالۍ کې د ملاننګيالي او ملاصمد د کسانو تر منځ شوې. د هرات د والي وياند جاويد فرهاد هم مني چې نښته شوې او شل تنه پکې وژل شوي دي. ويل کيږي چې د ملاصمد د کسانو څو وسيلې هم د ملا ننګيالي کسانو نيولي دي. ياده نښته د شينډنډ په پشت کوه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې او څو ساعته يي ...ادامه ورکړۍ
د انډیا د پونی (پونا) په ښار کې د یوه پوهنتون محصلینو د خپل پوهنتون له انګړ څخه د بهارت ماتا د ځوان نسل د روزني، راتلونکې نسل د پالني،ژوند ژغورني او هر انسان ته د اختیار ورکولو تر عنوان لاندي په 2007 کال کې د مئي د میاشتي په 17 چې د پنشنبي ورځ وه، د مذهبنو او د انډيا د  قانون د ځینو مادو په خلاف او په خاصه د ( superstitions) (اندوشواسوی) یعنې د ( خرافات) په وړاندې مبارزه علان کړه،، چې ډېري مذهبیان،او د مذهبنو ملایان یې ...ادامه ورکړۍ
په مهراټي ژبه کې یو متل دی وایې: خبرې به د مینې کوو خو لمسول به نه کوو بیا مو د مینې ارزښت کمېږي. اوس هم خبرې به کوو خوادبدی ته به ځای نه ورکوو. یو وخت موږ افغانان وو، یو ورښانه تاریخ او ځلانده نوم درلودی  اما اوس یې نه لرو. دا یو حقیقت دی. که یې مني او که نه خپل اخیتار مو دی.  زه په تیرو نه نازیږمه.  تیر مشران به پریږدو، اوس مو هم نوم او تاریخ ورته بدنامه کړي دی، اوس موږ افغانان نه بلکې مسلمان غیرتي مخلوق ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©