افغان ځواک: پاکستان له ترهګرۍ د ملاتړ له امله له نړۍ والې انزوا سره مخ دی او له همدې امله اوس اوس دې هیواد پټې او ښکاره هڅې پيل کړي خو وړ پايله نلري. اوس اوس د پاکستان د لومړي وزیر استازی طارق فاطمي چې امريکې ته تلی وو څو د امريکې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ له ډلې سره وګوري دوی  ورسره له ليدو ډډه کړې. دې کار پاکستان په غصه کړی دی  او دوی ويلي دي چې لس ورځې مخکې امريکې ته تلی فاطمي نه يوازې د ټرامپ بلکه دده ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د امريکې د دفاع وزارت پنټاګون ويلي دي چې د حقاني شبکې غړي په ازادانه ډول په پاکستان کې ګرځي. دوی په دې راپور کې ويلي دي:«د حقاني شبکې غړي په پاکستان کې آزاد ګرځي او له هغه ځايه په افغانستان کې د بريدونو پلانونه جوړوي.» دوی د امريکې سنا ته په نوي راپور کې ويلي دي چې ټول طالب مشران په پاکستان کې په خوندي ځايونو کې دي او په ياد هیواد کې له ټولو مزاياوو برخه من دي. دوی په راپور کې ويلي دي:« امریکا له افراطيت او تروريزم ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په ننګرهار کې د هوايي بريد په لړ کې شپاړس داعشيان وژل شوي دي. ياد بريد چې بهرنیو ځواکونو کړی دی د داعش يو پټنځای په نښه شوی دی. د ننګرهار د امنيه قومندانۍ د رسنیو مسول حضرت حسين مشرفيوال هم ياده خبره تاييدوي. نوموړی وايي چې بريد تيره شپه د اچين په عبدالخيلو سيمه کې شوی دی. نوموړی زياتوي چې په دې بمبارۍ کې د داعش د وسلو زيرمه هم له منځه وړل شوې. ياده دې وي چې په ننګرهار کې د داعش شتون که څه هم تر نورو سیمو ډير وو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د کرکټ بورډ په اداره په وروستیو کې په ټولنیزو پاڼو کې تر سختو نيوکو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان په ورکولو سره ددې بورډ پخوانی رئيس نسيم دانش له دندې لرې کړی او پر ځای يي عاطف مشعل ددې بورډ نوی مشر ټاکلی دی. په هغه پرانيسته کې چې نن جوړه شوې وه نوي مشر ښاغلي مشعل ژمنه وکړه چې په کرکټ بورډ کې هراړخيز مثبت بدلون ته ژمن دی او د لوبغاړو ټولې ستونزې به حل کړي. ياده دې وي چې يادې نارې سورې وروسته ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د پنجشبنې په ماښام په محمدآغه کې مخ پټو وسله والو د ملي پیغام په نوم د سیمه ایزې راډيو مسول مدير قاضي مدثر په شهادت ورساوو. پرون نوموړی په خپله پلرنۍ هديره کې په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شو چې په جنازه کې يي له خپلوانو او ژورناليستانو پرته نه د ملي شورا غړو ګډون کړی وو او نه هم د ځايي ادارې مسولینو. د ځايي مسولینو دې کار خبريالان په غصه کړي دي او وايي چې له دوی سره د مور ميرې روان سلوک ورته د ...ادامه ورکړۍ
دقانون او يا حقوقو د يوه شاګرد په توګه  زه عدالت هر شی په خپل سم ځای اېښودلو ته وايم. د دوو اونيو راهيسې په ټولنيزو رسنيو او بيا د لاريونونو له لارې د کرکټ بورډ پخواني مشران هر يو نسيم الله دانش او شفيق الله ستانکزی د خلکو لخوا وغندل او ورټل شول. دا هر څه هغه مهال پيل شول کله چې  د کرکټ ملي لوبډلې يو تن لوبغاړي (مېډيم فاسټ باولر شاه پور ځدراڼ) د کرکټ بورډ پر مشر او اجرايه ريس د رسنيو له لارې تورونو ولګول. پر ټولنيزو ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©