افغان ځواک: هندي رسنیو ويلي دي چې د هندي سينما وتلې لوبغاړې کرينه کپور مور شوې ده. کرینه کپور او خاوند يي سيف علي خان پر دې ماشوم د تيمور علي خان نوم ايښی دی. خو دې نوم په هند کې په ټولنيزو پاڼو کې ناندرۍ را پورته کړي دي او ډيری هندوان وايي چې دوی ته دا نوم د منلو نه دی. تيمور چې په ګوډ تيمور مشهور دی د مغلي پاچاهانو د لړۍ هغه څوک وو چې په هندوستان، افغانستان او ایران کې يي يو زيات شمېر وګړي له تورې تير ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: څو کاله مخکې د احمد ايشچي په څير د دوستم د وحشتونو ښکار شوی اکبر بای رسنیو ته ويلي دي چې په راتلونکې اونۍ کې به پر دوستم عريضه وکړي. نوموړی وايي چې کلونه يي انتظار کړی دی او اوس يي  وخت دی چې پر ده د شوي ظلم دوسيه بيا پرانيستل شي. اکبربای وايي لس کاله مخکې ورسره ظلم شوی او دوسیه يي په څارنوالۍ کې موجوده ده. نوموړی وايي چې تر اوسه يي ابراه نه ده ورکړې او نه به له خپل حقه تير شي. نوموړی وايي چې يو وار ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ملي امنيت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دوستم او احمد ايشچي د دوسيي په اړه اړين اقدامات شوي دي. دوی ويلي دي چې دوی دا تصاميم وروسته تر هغه ونیول چې لويي څارنوالۍ ورته خپل راپور را وليږه. دا چې په دې برخه کې څه شوي دي تر اوسه دوی نور جزييات نه دي ورکړي. هیره دې نه وي چې احمدايشچي چې دوستم بندي کړي وو تیره اونۍ پر نوموړي د جنسي ځورونې ادعا وکړه. بلخوا په ټولینزو پاڼو کې هم د عدالت نارې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په کندز کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملارمضان په ګډون ديارلس طالبان وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې تاييد کړې چې دوی د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې د ملا رمضان په ګډون ۱۳ طالبان وژلي دي. ويل کيږي په دې عملیاتو کې ۱۴ تنه د ملا منصور په ګډون ټپيان شوي دي. په دې عملیاتو کې افغان سرتیرو ځينې وسلې او ماينونه هم  نيولي دي. ياده دې وي چې په کندز کې د افغان سرتیرو خصوصا ځانګړو ځواکونو چاڼيز عملیات په ډيرې تيزۍ ...ادامه ورکړۍ
د سیاسي اختلافاتو او اوږدو جګړو یوه بدمرغه پایله چی نن ورڅخه موږ په وجدانی او فریکی لحاظ کړیږو او سبا یی تر نن لا ډېر پیکه ښکاري ، هغه زموږ په اسلامی او عنعنوي او تاریخي ټولنه کې د هغو سترو بشر ضد جرایمو ارتکاب ، د ټولنې اخلاقي انحراف او له قانونی چلنده په یوه مخه انصراف دی، چې اصلا د قانون د حاکمیت پر وړاندې سترې ننګونې بلل کیږي او یو د مهمو او عمده عواملو څخه یی په ټولنه کې د حقوقو او رښتو په برخه کې ...ادامه ورکړۍ
زموږ مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو یوه لویه بدمرغي او  د پرمختګ له کاروان څخه د وروسته پاتي کیدو یو ستر لامل زموږ د جاهلیت فکرونه، له اسلام څخه ناخبري او له ګيډې فتوا ورکول دي. نن ورځ په افغانستان کې د فتوا بازار ډېر تود دی له زدکوونکي نیولي، بیا تر مستري او ګاډيوان پورې ټول په فتوا او سیاسي بحثونو لګیا دي ځينې وخت افغان چارواکي هم له ګېډې فتوا ورکوي او د خپل خوسا فکر قبضیت په ټولنیزو رسنیو کې ماتوي او د ځان فعال ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©