افغان ځواک: د طالبانو تر منځ خپل منځي ستونزې نوې خبره نه ده او لړۍ يي هغه وخت پيل شوه چې د دوی بنسټ ايښودونکی په مبهم ډول په پاکستان کې ومړ او درې کاله وروسته يي د مرک تاييد طالبانو وکړ. اوس اوس د طالبانو نيږدې سرچينو رسنیو ته ويلي دي چې ډيری طالب مشران له کوټې څخه هلمند ته د وروستیو خپل منځي ستونزو له امله تلي دي. دوی ويلي دي چې په پاکستان کې ميشت طالب مشرانو ته چې لږ تر لږه افغاني دريځ يي درلود د پاکستان له ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي ويلي دي هغه وخت چې د دوو وروڼو ولسونو پر سينه د ډيورنډ د کرغيړنې کرښې مزی را کش کيده پاکستان بيخي شتون نه درلود. نوموړي د نوي افغانستان د څيړنيز مرکز په پرانيسته کې ويلي دي چې هغه  وخت د سيمې د ډيرو هیوادونو واک له انګلستان سره وو. نوموړی وايي:« کله چې د ډيورنډ کرښه رامنځ ته کيده پاکستان بيخي شتون نه درلود.» نوموړي له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې باید د افغانستان موضوع درک کړي. نوموړی وايي:« دا چې افغانستان ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک:  د ننګرهار اچين هغه سيمه ده چې د داعش ډلې پکې په لومړي ځل ځان را ښکاره کړ. هلته شوې څيړنې ښيي چې په ياده ولسوالۍ کې څلور زره کورنۍ د داعشيانو تر زياتي وروسته د کور پريښودلو ته اړې شوي دي. په نوې څيړنه کې ويل شوي دي چې د سيمې خلک نه يوازې بې کوره شوي دي بلکه عامه شتمني هم چې کلنيکونه او ښونځي هم پکې راځي دې ډلې لوټلي دي. داعشيانو په ياده ولسوالۍ کې دوه سوه کورونه هم وران کړي او زرګونو څاروي هم تلف شوي ...ادامه ورکړۍ
د ښاغلي کرزي صیب په حکومت کې ، د تازه جوړې شوې حکومت ولۍ لپاره نوموړي له هر چا سره سازش او جوړ جاړې کاوه.امریکایان هم پدې باورمند وو چې د افغانانو د خپلولو لپاره باید هغه قومي او حزبي مشران راخپل کړي ، چې د خلکو پر ارادو نسبتا واک لري. ترڅو له یوې خوا د حکومت په چوکاټ کې د بیلابیلو توکمونو او ایډیالوژیو پرمټ وکولای شي ، افغانانو ته وښیي چې موږ ستاسو په ګډون او ستاسې په ارادې د حکومت جوړښت ته په افغانستان کې ژمن یو. ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©