افغان ځواک:: په هلمند کې  د طالبانو له زور زياتي په تنګ شویو خلکو نور د خلاصون په خاطر وسلې ته لاس کړی دی. نن پنځه سوه تنه هلمنديانو چې د بیلابیلو ولسواليو اوسیدونکي رسنیو ته ويلي دي چې نور به له بهرنیو طالبانو د خلاصون په خاطر له طالب سره ټوپک په خولو خبرې وکړي. يو تن وويل:« موږ وسله ددې لپاره اخيستې چې پنجابي طالبان يا پنجاب ته ور واړوو او يا يي مردار کړو او ځانونه ترې خلاص کړو.» يو بل ځوان وويل:« دلته ټول ځوانان د بیلابیلو ولسوالۍ دي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: که څه هم د افغان ځواکونو په لیکو کې د ښځينه پوړ کمی محسوس دی ولې ځينې چې ډيرې ځليدلي دي پر دوی د بیت المال تر شوي مصرف وروسته د تيښتې لاره غوره کوي. نيلوفر رحماني چې لومړنۍ پيلوټه وه ډيرو يي پر کار او شتون وياړ کاوو خو اوس اوس يي ويلي دي چې نور نه غواړي افغانستان ته ولاړه شي ځکه ژوند يي په خطر کې دی. په ټولنیزو پاڼو کې پر نوموړي ډيرې نيوکې شوي دي ځکه د ډيرو په اند پر دې د بیت المال ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: افغانستان هغه هیواد دی چې ان ماشومان هم پکې خوندي نه دي او تل له بیلابیلو زور زياتیو او ځورونو سره مخ کیږي. اوس اوس مشرانو جرګې له ماشومانو سره د زور زیاتي سره د مخنيوي قانون تاييد کړ. په دې قانون کې ويل شوي دي که چیرته ماشومان يا ميرمنې په عامه ځايونو کې وځورول شي ګرځنده پوليسي ګزمي به يي ونيسي. دوی وايي که په کاري چاپيريال کې ځورونه ترسره شي کونکی به يي له لسو تر شلو زرو پورې جريمه شي او هم به له دريو تر شپږو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې دوی په تیرو لسو کلونو کې پنځه زره قلمه تاريخي او لرغوني آثار را ټول کړي دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پيژندنې ادارې رئيس عبدالقدير تيموري خبريالانو ته ويلي دي چې په دې آثارو کې خاورينې او د تيږې مجسمې،د طلا سکې،د سپينو زرو سکې،برنز او لسګونو قلمه نور توکي پکې دي را ټول شوي دي.  نوموړي ويلي دي چې دا تاريخي آثار د بیلابیلو دورو دي چې د ساسانيانو دورې ته ورګرځي. نوموړی وايي چې په  دې اثارو کې د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: سوريي ته پر لاره روسي الوتکه نن سهار مهال رانسکوره شوه چې له امله يي په روسيه کې ماتم اعلان شو. دا الوتکه چې د روسيي په دفاع وزارت پورې اړونده وه رانسکوره شوې او دوشنبې ورځ په روسيه کې عمومي وير اعلان شوی دی. دا الوتکه چې ۹۳ تنه پکې سپاره وو له سوچي ښاره د سوريي لاذقيه ښار ته د رسيدو په لړ کې نسکوره شوه. روسيي ويلي دي چې د الوتکې د نسکوريدو ځای معلوم دی خو دا چې څوک به پکې ژوندي پاتې کنه څه نشي ويلی. ياده ...ادامه ورکړۍ
که چېرته فکري سلامتيا نه وي بې له شکه چې ژوند ډېر تريخ او له ټولو مزاياوو څخه بې برخې دی .  ژوند هغه الهی ارزښمتن نعمت دی چې يوازې په فکري سلامتيا سره نيکمرغه پرمخ وړل کيږي، په فکري سلامتيا کې نغښتې ده چې خلک د ژوند پر اهميت و پوهيږي چې ژوند د څه لپاره :  ژوند د عبادت لپاره،  ژوند د مينې لپاره،  ژوند د ښه راتلونکي لپاره،  ژوند د ځان او نورو د نيکمرغه کولو لپاره ، او باالاخېر ژوند د بقا لپاره،  خو چې کله فکري سلامتيا نه وي بيا ژوند څه ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©