افغان ځواک: پاکستان په افغانستان کې د هرې تباهۍ او ترهګريز بريد تر شاه يو ډول نه يو ډول لاس لري. يو نارويژي ديپلومات چې څو وارې يي د طالبانو له وژل شوي مشر ملاعمر سره لیدلي او ټليفوني خبرې کړي دي وايي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې پر وړاندې يوازنی خنډ دی. ياد ديپلوماټ چې الف آرني راميسلن نوميږي وايي چې له ملاعمر سره يي تر دوه ځلې ټليفوني خبرو وروسته دوه ساعته ولیدل او نوموړی سولې ته لېوال وو. نوموړي ويلي دي چې په ۲۰۰۷ کال کې له هڅو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ملی امنيت لوی رئيس محمد معصوم ستانکزی چې نن مشرانو جرګې ته ورغلی وو وويل چې ځينې هسې د دښمن د مبلغ رول لوبوي او يو ډول له ترهګرو سره مرسته کوي. ښاغلي ستانکزي سناتورانو ته په خطاب کې وويل:« ځينې پرته له دې چې پوی وي د دښمن لپاره رواني تبلیغات کوي او تر هغه چې ددې کار مخه ونه نیول شي بريا به ناشونې وي.» نوموړی وايي چې اوس معلوماتو ته لاسرسی آسانه شوی نو ځکه دښمن هیوادونه نه غواړي چې اوس جاسوسان وګماري. ستانکزي وويل:« ملي امنيت ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په مسکو کې هغه درې اړخیزه ناسته چې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه بلل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستيال له لوري رهبري کیږي. د چين، روسيي او مسکو  چارواکي نن د روسيي په پلازمينه کې را ټول شوي وو څو په افغانستان کې د امنيت او سولې پر ټينګښت خبرې وکړي. تر اوسه ددې ناستې پايلې نه دي رسنيزې شوي خو ويل کيږي ددې ناستې مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستيال اعزاز احمد چوهدري کوي. له دې سره سره چې دې ناستې ته ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د حزب اسلامي قومندان زرداد فريادي چې په بريټانيان کې تر شپاړس کلن بند وروسته خوشې او کابل ته راغلی دی اوس اوس يي له رسنیو سره د مرکو لړۍ پيل کړې. نوموړي پرون شپه د اشنا له تلویزيون سره په مرکه کې ويلي دي چې ده د تیرو کړنو سزا ګاللې او که بیا هم څوک پرې شخصي دعوه ولري تيار دی چې محکمې ته ولاړ شي. زرداد فريادي په هیواد کې په شوي زیاتي کې فریادي وویل:«  د انګلستان حکومت راته شل کاله قید راکړی وو ويل يي چې ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©