افغان ځواک: پاکستان يو له هغو هیوادونو څخه دی چې په هر حالت کې دترهګرو په روزنه او نورو هیوادونو ته په استول کيدو يي لاس لري. په سعودي عربستان کې له تیر کال را هيسې څو ترهګريز بريدونه شوي دي چې د ډيرو يي يا کونکي پاکستانيان دي او يا يي هم پلان کونکي. سعودي اوس اوس په ياد هیواد کې د پاکستانيانو د نيولو په لړ کې ۶۹ پاکستاني ترهګر نيولي دي. اوس اوس سعودي يوه پاکستانۍ فاطمه چې له يو سعودي کس سره يي واده کړی دی د ترهګريزو کړنو ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: نن د سولې شورا د پخواني رئيس پير سيد احمد ګيلاني د جنازې مراسم په ارګ کې ترسره شول. په دې مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ پخواني ولسمشر حامدکرزي،  يو زیات شمېر جهادي مشرانو، د کابينې غړو، د ملي شورا غړو او سیاستوالو ګډون کړی وو. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« جمهور رئیس په داسې حال کې چې یو شمېر لوړ پوړو دولتي اراکینو یې ملتیا کوله، سلام خانې ماڼۍ ته د ننوتلو پرمهال د مرحوم پیرسیداحمدګیلاني جنازې ته درناوی وکړ ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د لوګر ولسونو، ديني علماوو، مخورو، د ملي شورا غړو او ولايتي ادارې نن د يوې ناستې په لړ کې له افغان سرتیرو ملاتړ وکړ. د لوګر له ولايت څخه افغان ځواک ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« لومړی د اسلام سپیڅلي دین له نظره د سولې په اهمیت د ولایتي شورا غړي ډاکټر عبدالولي وکیل خبرې وکړې او په طالبانو یې غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره یوځای شي ځکه دولت هم ستاسو لپاره غیږ خلاصه ده.ورپسې د اسلام سپیڅلي دین له نظره د ...ادامه ورکړۍ
دا پوښتنه دډيرو په ذهن کې شته خصوصا د طالب په لیکو کې د جهاد او اسلام په نوم جنګيدونکي له استخباراتي سړو او تودو بې خبره وسله وال کسان خو تل دا پوښتنه کوي چې ولې بل ته روزل شوی ځانمرګی پر موږ حملې کوي په لیکنه کې کوښښ کوم د طالبانو د ايډيولوژيک انتحار تر څنګ د دوی د خپل منځي انتحار،وژونو او ترور پټ لوری هم روښانه کړو. په ولایتونو کې د طالبانو پلويان لا هم له دې نه دي خبر چې د دوی مشران مسکو ته تلي دي، ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د امريکې لومړۍ ميرمن ملينا ترامپ وايي چې د خاوند د لوړې په مراسمو کې تر ګډون وروسته نوره نه غواړي په سپينه ماڼۍ کې پاتې شي. نوموړې وايي چې د جون تر مياشتې پورې غواړي بیرته نيويارک ته ستنه شي او د زوی د ښونځي تر خلاصيدو پورې په ياد ښار کې پاتې شي. نوموړې وايي چې لس کلن زوی يي بارون ترامپ اوس مورنۍ مينې ته اړتيا لري. نوموړې وايي:« بارون ټرامپ ته باید هرڅه عادي وي، نوموړی باید ښونځي ته ولاړ شي زه غواړم د خپل زوی لپاره ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: شپاړس کلن نور احمد د ملي امنيت له لوري ژوندی نيول شوی دی او رسنیو ته ښودل شوی دی. نوموړی وايي چې دی په کندز کې د ماين خښولو او ځينو نورو کارو نو لپاره طالبانو ګمارلی وو. نوموړی وايي مخکې تر دې چې دې کار ته لاس واچوي  د کندز په چاردره کې يو تن ترهګرمعلم شريف ته وسپارل شو. دا تنکی ځوان وايي:« موږ يو زيات شمېر ځوانان وو چې عمرونه يي د پنځلسو، شپاړسو او ولسو کلونو وو او د ډزو کولو او چاوديدونکو توکو تکتيکونه را ښودل ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: پرون په کندز کې د طالبانو پر خپل سري والي د ځانمرګي بريد د کيدو آوازه لومړنی ټولنيزو رسنیو ته را ووته. تر دې ګنګوسې سم دستي وروسته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم بريد تاييد نکړ خو ويي ويل چې مولوي سلام ژوندی دی. اوساوس په کندز کې  د ۸۰۸ سپين غر زون قومندان شير عزيز کامه وال ويلي دي چې پر طالب خپل سري والي ځانمرګی بريد شوی دی. نوموړی وايي چې د دوی د معلوماتو پر بنسټ بريدکونکی د ننګرهار د اچين دی. خو مولوي سلام ته ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د سولې شورا پخوانی رئيس پير سيداحمد ګيلاني وړمه ورځ د غازي امان الله خان په روغتون کې د ور پيښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه. نن يي په کور کې يو زيات شمېر پخواني جهادي مشران او سياستوال را ټول شوي وو. دوی د نوموړي له کورنۍ سره د غمشريکۍ تر څنګ خدای بښلی ګيلاني په سوله مين انسان وباله. د پخواني ولسمشر حامدکرزي د دفتر پخوانی رئيس عبدالکريم خرم ګيلاني يو حلیم او په سوله مين انسان بولي. د خرم په خبره ګيلاني په خپل وخت کې د سولې او ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرامپ تر لوړې وروسته په افغانستان کې له خپلو سرتیرو سره په تلیفون خبرې کړي دي. نوموړي چې تر دې مخکې يي د افغانستان په اړه خاص څه نه وو ويلي دا لومړی وار دی چې د افغانستان په اړه روښانه خبره کوي. د امريکې ولسمشر تر لوړې وروسته په بګرام کې خپلو سرتیرو ته په وينا کې دا هم ويلي دي چې ددې نښتې ګټونکي به دوی وي. د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرامپ وويل: « زه به زر ځلې له تاسو سره يم،نښتې ته مو دوام ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د لوګر په محمدآغه کې د ځمکې پر سر د امنیتي ادارو او سیمه ایزو خلکو تر منځ په شخړه کې دوه تنه وژل شوي او يو تن ټپي شوی دی. شخړه په سیمه کې د  دولتي ځمکې پر سر شوې او امنیتي ځواکونو دوه تنه وژلي دي. د لوګر د والي وياند سلیم صالح وايي چې ځمکه زرګونو جريبه ده خو زور  واکو په خلکو پلورولې او هلته میشت خلک د محکمې حکم نه مني. نوموړی وايي چې نن ددې ځمکې د خلاصون په خاطر امنيتي ځواکونه يادې سيمې ته ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©