افغان ځواک: وروسته تر دې چې د مخابراتو د شته وزیر دنده وځنډول شوه احمدشاه سادات ددې وزارت سرپرست وټاکل شو. نوموړی اوس مهال ددې وزارت مرستيال دی. ياده دې وي چې ښاغلي سادات په انګلستان کې زده کړې او له وتلي پوهنتون آکسفورډ څخه يي دوه ماسټريانې اخیستې دي. نوموړي نولس کاله د مخابراتو په بیلابیلو برخو کې په ملي او نړۍ واله کچه کار کړی دی. نوموړی مخکې تر دې چې ددې وزارت مرستيال شي په انګلستان کې د مخابراتي کمپنيو د شبکې د پلان او ډيزان مسول وو. هیره دې نه وي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: راپورونه وايي چې د ولسمشر لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم کابل ته له لسګونو نامسولو وسله والو سره يو ځای راغلی دی. د ولسي جرګې غړی نذير احمدزی وايي چې له دوستم سره راغلي وسله وال د ملي پوځ منسوبین نه بلکه د نوموړي شخصي او ناقانونه مليشه ده. ويل کيږي دا کسان په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او په کابل کې يي په يوه سیمه کې يي خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. د شيرپور  د سيمې اوسيدونکي هم مني چې نامسوله وسله وال يي سميې ته راغلي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: ولسي جرګې په ننۍ ناسته کې وويل چې ګاونډي هیوادونه او روسيه راتلونکي کال ته په نښته کې طالبان کاروي. ددې جرګې رئيس په دې برخه کې د حکومت پر چوپتيا نيوکې وکړې او ويي ويل چې دا کار د انديښنې وړ دی او حکومت هيڅ هم نه وايي. نوموړي وويل چې خلک په دې اړه ډيرې پوښتنې لري چې حکومت يي باید ځواب کړي. دوی وايي حکومت دې دې ډول کړنو ته اجازه نه ورکوي بلکه افغانستان باید وژغورل شي. د ولسي جرګې يو بل غړي نذير احمد حنفي بیا وويل ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په کندهار کې تيره اونۍ د هوايي ډګر پر ښځينه کارکونکو بريد کونکي نيول شوی دی. دا بريدګر چې درې تنه وو تر نيول کيدو وروسته نن رسنیو ته وښودل شول او په خپل کړي جرم يي هم اعتراف کړی دی. د کندهار د امنیه قومندانۍ د امنيت آمر رحمت الله اطرافي وايي چې نيول شویو دریو تنو هر يوه هدایت الله مهشور په پهلوان، تاج محمد او جمعه خان چې په کوچني طالب مشهور وو نيول شوي دي. نوموړی وايي چې دې کسانو د طالبانو مبارکشاه نومي قومندان ته کار ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د مخابراتو د وزیر عبدالرزاق وحيدي دنده د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري ځنډول شوې ده. ياد وزیر چې څه موده مخکې د بې کفايتۍ له امله د ولسي جرګې له لوري هم سلب صلاحیت شوی وو اوس اوس ارګ هم د نوموړي دنده ځنډولې ده. د ولسمشر د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي هم په خپله فيسبوک پاڼه کې تاييد کړې چې د وحيدي دنده ځنډول شوې. نوموړي لیکلي دي چې د پلاوي تر څيړنو پورې نور د مخابراتو شته وزیر دندې ته دوام نشي ورکولای. تر دې دمه په دې اړه ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د لوګر په سويلي غرنۍ ولسوالۍ څرخ کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وايي چې په وژل شویو طالبانو کې دوه قومندانان هم شامل دي. د لوګر د والي وياند سلیم صالح هم له رسنیو سره په خبرو کې ددې طالبانو وژل کيدل تاييد کړي دي. نوموړی وايي چې بريد افغان ځواکونو د طالبانو پر يو پټنځای کړی دی. د صالح په خبره تر عملیاتو وروسته افغان ځواکونه په سيمه کې پلي شوي دي او د طالبانو يوه زیاته اندازه وسلې، مهمات او موټرې يي هم غنيمت کړي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د ولسمشر له امر سره د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم پخواني معينان چې له ۱۳۹۱ تر ۱۳۹۴ کال پورې يي دندې کړي دي تر بیا او بل امر پورې له هیواد څخه نشي وتلی. لويه څارنوالۍ هم وايي چې دوی په دې اړه پلټنې پيل کړي دي. لويه څارنوالۍ وايي چې له پخوانيو معينانو غوښتنه شوې څو دې ادارې ته د پلټنو په خاطر ورشي. ددې وزارت پخوانی مرستیال مجتبی پتنګ چې په ممنوع الخروخ شویو کسانو کې يي نوم دی وايي چې دی تيار دی په دې اړه  ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د امريکې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ ويلي دي چې دی هم شکي دی چې شونې ده د امريکې په ټاکنو کې روسيي لاسوهنې کړي وي. نوموړي په فلوريډا کې په خپل شخصي ميلمستون کې رسمي بلنې ته ويلي دي چې دی شکي دی او د امریکې څارګره اداره باید په دې اړه جدي پلټنې وکړي. نوموړي د نوي کال په اړه په دې ميلمستيا کې ويلي دي چې په ۲۰۰۳ کال کې امريکې ته د عراق په اړه هم ناسم معلومات ورکول شوي و. نوموړی وايي چې د کيمياوي وسلو ډنډوره ...ادامه ورکړۍ
په وروستیو ورځو کې به شونې ده هر افغان په دې خبر وي چې د اسلام د حراست او اشغال پر ضد جنګيدونکې ډلې طالبانو له روسانو سره لاس يو کړی دی، دا چې روسانو يو نيم ميليون افغانان شهيدان کړي، زرګونو نور يي ژوندي ښخ کړي او همدومره نور لا هم تري تم دي دا خبره هم د يوې پيړۍ مخکينۍ هغه نه بلکه د پوره څو ديرش کلونو مخکې تريخ واقعيت دی. خو له دې ټولو سره سر طالبان دې اړيکو ته د ديپلوماتيکو اړیکو نوم ورکوي خو يو لوري ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©