افغان ځواک: د کوکچه په نوم يوې خبرې سرچينې نوي اسناد موندلي چې له مخې يي پکې ښودل کيږي چې په پنجشير کې له پخوانيو قومندانانو زور واکو سره د وسلو زیرمې اوس په طالبانو او داعشيانو پلورل کيږي. په راپور کې ويل شوي دي چې په پنجشير کې ډيری کسان له همدې درکه ډير شتمن شوي هم دي. د راپور له مخې په پنجشير کې له وسلو باريدونکي کانټينر لومړی خاواک کوتل ته وړل کيږی او هلته بیا هغو سوداګرو ته ورکول کيږي چې پر طالبانو او داعش وسله والو وسلې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک:تر دې مخکې شونې ده ډيرو ته دا خبره يوازې يوه ټوکه ښکاريده خو اوس اوس په ويتنام کې د يو کس له ګيډې اتلس کاله مخکې د نوموړي د عملیات پر مهال پکې پاتې شوې قيچي راویستل شوې. ياد کس چې ماوان نهات نوميږي په ۱۹۹۸ کال کې يي ټکر کړی وو چې له عملیاتو پرته يي ژغورل ناشوني وو. ډاکترانو هم نوموړی عملیات کړ او تر ښه کيدو وروسته کور ته ستون شو خو اتلس کاله وروسته يي په ګيډه کې سخت درد احساس کړی وو او بیا يي ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: د افغانستان د ملي امنيت شورا د ملی امنیتي ځواکونو د پراختيا څلور کلنه طرحه تاييد کړه. ارګ په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې د دوشنبې په ماښام د ملي امنيت شورا په جوړه شوې غونډه کې پر دې طرحه بحث وشو. د خبرپاڼې له مخې دا طرحه په کلياتو کې تاييد شوې او په ناسته کې د امنيتي ادارو مسولینو د هلمند، ننګرهار، ارزګان، فراه، کندهار، غور، بادغیس او کندز د امنيت په اړه هم معلومات ورکړل. د ملي امنيت شورا هم ويلي دي چې ددې طرحې له تاييد ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په هرات کې خپل ماين له دريو طالبانو ژوند اخیستی دی. د هرات ځايي مسولین وايي چې پيښه د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې شوې. د هرات د والي ویاند جيلاني فرهاد رسنیو ته ويلي دي چې طالبانو غوښتل ياد ماين په لاره کې ښخ کړي خو خپله دوی پکې و وژل شول. د فرهاد په خبره ياد ماين د شينډنډ په مانک سيمه کې پر طالبانو چاوديدلی دی. ياده دې وي چې طالبان تل په سړکونو کې ورته ماينونه خښوي چې لږ يي دوی او ډير قربانیان يي ملکي وګړي وی. وسله ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: په فارياب کې ځايي چارواکي وايي چې د نښتو له امله ۱۸۰۰ کورنۍ بيځايه شوي دي. د المارو ولسوال صالح محمد صالح رسنیو ته ويلي دي چې يادې کورنۍ په ډير سخت حالت کې دي. نوموړی وايي په ډيرو سیمو کې د طالبانو نښتو دا کورنۍ د خپلو مېنو پريښودو ته اړې کړي دي. نوموړی وايي يادې کورنۍ د طالبانو او افغان سرتیرو تر منځ د قره غويلي په نښته کې بيځايه شوي دي. نوموړی زياتوي چې په دې سيمه کې دوه زره کورنۍ ژوند کوي چې يوازې دوه سوه يي پاتې ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: ځينو رسنیو راپورونه ورکړي دي چې روسيي له تورليست څخه د ګلبدين حکمتيار د نوم له ويستو سره مخالفت کړی دی. اوس اوس حکومتي مسولین وايي چې د روسيي دا مخالفت رسمي نه دی. د ولسمشر سلاکار او د حزب اسلامي سره د هوکړې د ګمارل شوي کميسيون رئيس اکرم خپلواک وايي چې روسیه مخالفه نه ده بلکه په ځينو مواردو کې واړه ملحوظات لري. نوموړی وايي چې روسيي تر دې دمه په دې اړه رسمي مخالفت نه دی کړی. نوموړی وايي چې افغان حکومت کوښښ کوي له ديپلوماتيکې له لارې د ...ادامه ورکړۍ
د افغانستان وروستیو ولسمشریزو ټاکنو د افغانانو په عامه افکارو ژور تاثیر درلود ، د ټاکنو د پایلو نه اعلان او د نوماندانو ترمنځ غیر معمول غبرګونو خلک له نا امیدۍ سره مخ کړل. ولسمشر غني په ژور فکر دا هرڅه څارل ، مخکې له دې چې د ټاکنو پایلې اعلان شي ، ولسمشر پدې فکر شه ، چې له روان بحران څخه چې نوموړې یې یو اړخ دې ، له یوې خوا افغان ولس له روانې ناامیدۍ څخه راوباسي او له بلې خوا خپل سیاسي سیال په قانوني لارو چارو ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©