افغان ځواک: له فساد سره د مبارزې ادارې نن د نيږدې ديرشو لوړپوړو دولتي کسانو نومونه رسنيز کړي کومو چې لا هم خپل شته نه دي ثبت کړي. په دې منځ کې اتلس د وزارتخانو د مسولینو تر څنګ د ولسمشر لومړی مرستیال او پنځلس والیان هم شامل دي. د دولتي کسانود شتو د ثبت په لړ کې له فساد سره د مبارزې ادارې د هغو کسانو نومونه رسنيز کړي دي چې تر اوسه يي خپل شته نه دي ثبت کړي. ددې ادارې د شمېرو له مخې: عبدالرشيد دوستم د ولسمشر لومړی مرستيال عبدالله حبیبي ...ادامه ورکړۍ
تر يو بیرغ لاندې د طالبانو پاتې کيدل د ملامحمد عمر مجاهد تر وژل کيدو وروسته نور ځکه ناشوني وو چې د اسلامي امارت په شته جوړښت لا له پخوا ستونزې وې خو دا چې يوازې يو امير يي درلود نو ډيرې دا خبرې د باندې نه راوتې خو که يي د امير د مرګ درې کاله پټ پاتې کيدو ته وګورو نو شونې ده دا درک کړوچې د طالبانو د شته جوړښت ستونزې به څومره ژورې وې چې مړي پرې درې کاله راج چلاوو او ان مشرتابه شورا نه وه ...ادامه ورکړۍ
ولايت ترې پاتې وي او هسې په فيسبوک کې پوسټونه کوي، نارینه په منډو وي او دی په ښځو لمونځونه کوي، د ځان په صفت کې ستړی والي يی ټوله ورځ ايله بیله دومره وکړي چې فيسبوکي پاڼې جوړې کړي او ځان پکې وستايي، ځوانان بیکاره ګرځي خو دی د نورو ولايتونو ښويکان ، فلمي لوبغاړي او د جبار خيل په څير موسن، نصواريان او سپين ږيري راولي او دلته يي مقرره وي خو چې خبريږي خبريږي نو د پوهنتون د يو ستر تعمير بودجه ترې بل ولايت ته تلي وي. خیر ...ادامه ورکړۍ
په افغاني رسنیو کې د ولسمشر محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او د نوموړي د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم تر منځ ناندرۍ او ګيلې ډيرې دي په تيرو څو ورځو کې له دې ډنډورې سره امریکايي رسنۍ هم چې تل يي په افغانستان کې د رواني جګړې لومړۍ کرښه خپله کړې يو ځای شوي دي. په دې لیکنه کې تر ډيره کوښښ کوم په دې اړه له ځينو تيرو او شته ستونزو او شکونو پرده پورته کړم خو يوه خبره باید وکړم چې دا لیکنه يوازې د يو مسولیت له مخې ...ادامه ورکړۍ
حکومت په عام ډول او ولسمشر محمد اشرف غني په خاص ډول بیا د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تر سياسي نازونو لاندې راغلی دی خو تر ټاکنو او سياسي هوکړې مخکې او په اوس وخت کې د عبدالله دا نازونه ډير توپير کوي او شونې ده پر ولسمشر يي تر پخوا فشار ډير هم وي ځکه دا وارې ولسمشر يوازې دی او په يوازې سر د يوې سترې مافيايي، غاصبې،جنايتکارې او جنګ سالارې ډلې مخنیوی به ورته ډير ستونزمن وي. محمد اشرف غني چې په ډير سخت حالت کې د افغانستان ولسمشر ...ادامه ورکړۍ
والی لوگر میگوید که این همه خبرها و اسناد درمورد ساحه سبز دروغ است. جناب والی صاحب به رسانه ها هم اتهام بسته اند که گویا در حمایت از غاصبین و آوازه های بی مورد به پخش و نشر خبرها می پردازند. فدایی صاحب مردم چشم دارند مکتوبی را که به وزارت شهرسازی ارسال نموده یی در آن بزرگترین دروغ ات اینست که 30 فیصد کار در ساحه تکمیل شده است و مردم گویا خانه های خود را آباد نموده اند. این مکتوبی را که تو ارسال نموده ای معلومدار است که از ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: تيره ورځ د افغان ځواک خبري ويبپانې ته د را رسیدلو اسنادو پر بنسټ ښودل شوې وه چې د لوګر والي محمدحلیم فدايي د يو اغوا کونکي مکتوب په صادرولو سره هڅه پيل کړې څو په مرکز کې د پارک ساحه د استوګنيزې ځمکې په نوم نمره او بيا يي و ويشي. اوس اوس په دې اړه په ولسي جرګه کې د لوګر استازي الحاج محمد اکبر ستانکزي په لومړي غبرګون کې د لوګر پر والي تور پورې کړی دی چې د مافيا سره يي لاس يو کړی دی. نوموړي ...ادامه ورکړۍ
طالبان ۱۵ کاله کيږي ددې په پلمه چې وطن په خطر کې دی، اسلام ته ستونزې را پيښې دي او دوی به وطن، اسلام، نواميس او ملي ارزښتونه له بهرني يرغله ژغوري هره ورځ ددې مظلوم ولس وينې تويوي په تیرو ۱۴ کلونو کې يي نښتې په نالوستې پوړ او کلیوالو سيمو کې یو څه مشروعیت درلود خو اوس اوس يي د هرې ورځې په تيریدو سره مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي او ددوی پر ضد ولسي کرکه هم مخ په ډيریدو شوې. ددې لامل دانه دی چې ټول ولس ته دې ...ادامه ورکړۍ
لوګر ته که د فيسبوک او خبرپاڼو د ولايت نوم ورکړو ډير بد به نه وي همداسې يي که مرکز د غرمزلو او انځور اخیستونکو هغه پسې وبولو نو په شاعرانه انداز کې يي خوند او رنګ ډيريدای شي او کيدای شي د خيال پالو او ځان پالو د ادب مينه پرې خړوبه شي ځکه د ولايت مآب او شاهينشاه والي صیب محمد حليم فدايي،فيسبوکي او ټويټري رضی الله تعالی عنه په ورتګ سره نور له رئيس، مدير،آمر، مامور او ان ولسه ولايت پاتې دی، کار نشته، نيوکې او نقد نشته ...ادامه ورکړۍ
د لوګر والي محمد حليم فدايي چې کله کله په مدیریت کې د ماسترۍ لرلو دعوه هم کوي خو ماستر نه دی او دا کار هم ترې لکه د ارزې د لارې،خروار د ښونځيو او امنيت په څير نیمګړی پاتې شوی دی خو همدې باطلې دعوې يي په خوار لوګر کې د ټولو شته ادارو رئيسان، مديران، آمرین او وکيل صواحبان سخت وارخطا کړي دي دوی داسې فکر کا چې فدايي شونې ده په مديریت کې د ماسترۍ په لرلو سره علم غيب ولري خو داسې نه ده بلکه د لوګر ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©