پښتنو وروڼو! د دښمن او یرغلګرو په مقابل کې یو شئ! او که یو نشوئ ستاسو هیواد او ناموسونه به ډیر زر له بین څخه لاړشي او په هغه دنیا به مو جهنم ځای وي ځکه چې خپله خاوره او خپل ناموس د پښتون قوم لپاره هم اسلام دی او هم ایمان. نو که خپل اسلام او دین درباندې ګران وي نو متحد شئ چې خپل هیواد او خپل ناموسونه د پردو یرغلګرو ظالمانو نه بچ کړو. (Divide and Rule Theory) خارجیان ولې زمونږه ملي اقلیتونو ( هزاره او ازبکو) ته زیات ...ادامه ورکړۍ
په دې ورستیو وختونوکي دمافیایې کړیو څخه دغضب شویو ځمکودترلاسه کولو لپاره څوکمیسونونه جوړشویدي . ترڅو دولتي ځمکي ترینه واخلي ،دولت کولای شي خپلې ځمکي په یوډول واخلي یایې ورباندي وپلوري ځکه دنن په چارواکواو زوره وروکي مافیا داسي پیچلې شویده لکه پیروته .دوﺉ غواړی دپیروتې سرونه پرې کړي له بیخه یې نه کاږي چي ټول یې له شره خلاص شي . دعاموخلګو دځمکو دترلاسه کولولپاره به داسي نرپیداشي چي کړني وکړي او حق حقدارته دشریعت او قانون سره سم وسپاري؟ له څو کلونو راپه دې خوا دننګرهار ولایت دسرخرود ولسوالي دخیراباد ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک: له نن څخه يو کال وړاندې په همدې ورځ امريکايي خوردضابط رابرت بليز  شپاړس ملکي وګړي په خپل کور کې د شپه په تپه تياره کې په ډيره بې رحمۍ سره په شهادت ورسول. له دې سره سره چې د دې کسانو له بې رحمه وژنې يو کال تيريږي خو لا هم ياد سرتيری نه دی محکمه شوی. ويل کيږي چې  د قربانيانو د کورنۍ يو شمېر غړي هم امريکې ته وړل شوي دي څو د بليز په اړه په محکمه کې شهادت ورکړي. دې امريکايي سرتيري د تير کال د ...ادامه ورکړۍ
افغان ځواک ـ کابل: د کابل بانک ناورين ته د رسيده ګي ځانګړې محکمې د کابل بانک پخواني سهم لرونکي شيرخان فرنوداو خليل الله فيروزي ته پنځه کاله د بند سزا ورکړه. د کابل بانک د ناورين د محکمې مشر شمس الرحمن وايي چې د شته دلايلو له مخې شيرخان فرنود بايد دې بانک ته د شوي اختلاس په دبل کې ۲۷۸ ميليونه ډالره او فيروزي بايد ۵۳۰ میليونه ډالره ورکړي. دا محکمه وايي چې د افغانستان پخوانی مشر عبدالقدير فطرت او مرستيال محب الله ساپي ته له ۱۹ تنو نورو سره ...ادامه ورکړۍ
د نړۍ تاریخ ددې ګواه دی چې ملتونو له بدبختېو، جګړو او غربت یواځې د علم او پوهې پر مټ د خلاصون لار موندلې ده. د نړۍ بریالیو حکومتونو او مشرانو تر ټولو ستره لاسته راوړنه همدا ګڼل کېږي چې د جګړې سنګر یې د علم په سنګر بدل کړی دی، خپلو خلکو ته یې د کب د ورکولو پر ځای د کب د نیولو لارې چارې ور زده کړي او پدې توګه یې خپل ملت ته سرلوړي، هوساینه او بریالیتوب ور په برخه کړی دی. د لومړي او دویم نړیوال ...ادامه ورکړۍ
د مورنۍ ژبۍ په اړه د پښتنو د حق د اعادې او ترلاسه کولو مبارزه به (نن ځوانان) د ژوند تر اخري سلګۍ همداسې تانده ساتي. خو تېره ورځ د پوهنې وزیر ښاغلي غلام فاروق وردګ د بېنوا ګورت پاڼې ته د نن ځوانانو او نورو ملاتړو مدني خوځښتونو د غوښتنو په غبرګون کې یو مخ لیکنه کړې وه، دا لیکنه د همدې خپرې شوي لیکنې په ځواب کې نشر ته سپارل کیږي. د ښاغلي وزیر د لیکنې پیل د مورنۍ ژبې د ارزښت او پدې برخه کې د اړونده قومونو ...ادامه ورکړۍ
له نن څخه يوه مياشت وړاندې ما د خپلو ليکنو په لړ کې لومړۍ ليکنه د ميدان وردګو په روان وضعيت وکړه. په هغه ليکنه کې مې ډيرې خبرې د والي له خولې را خيستې وې چې په ډيرو پاڼو کې شته چې بيا يادول يې اړين نه بولم، زما د ليکنو بڼه تر ډيره مستنده او يوازې اصلاحي وه، زه د ميدان وردګو اوسيدونکی نه يم نه هم له اړوند والي سره کومه قومي، سمتي او يا حزبي ستونزه لرم، خو د يو افغان په توګه له هر هغه ...ادامه ورکړۍ
د کرکټ او کرکټ بورډ په اړه ولسمشرته پرانستې لیک درنو لوستونکو او قدرمن ولسمشره له ډیر وخت راهیسې د کرکټ سره مینه لرم زه فکرنه کوم چې کومه ملي او نړیواله لوبه به ما نه وي لیدلې له همدې امله د کرکټ ویباڼې هم وینم کله کله بینوا او افغان ځواک، افغان سکور او داسې نورې ویب پاڼې هم ګورم چې د کرکټ په اړه هم ډیر په زړه پورې مطالب او لیکنې خپروي څه موده وړاندې مې په افغان ځواک کې د یوه لیکوال لیکنه ولیده چې ترډیره بریده ...ادامه ورکړۍ
په دې ورستیوکې یوشمیرلیکوالان په بدلونمونولیکنې کوي که لیکنه په حقیقت ولاړه وي هغه بایدپه ښکاره اوڅرګندډول وي . دغرنې ځاځي په نامه چې کومه لیکنه شوی ډیره له عقدې ډکه ده اوداسې ښکاري چې دیوچابدنامې کوي اوداهم له حقیقته لرې نه ده . ځاځی صیب مونږدپښتولپاره دسره هم تیریواوډیرې سترې بیلګې شته چې دنن ځوانانوغورځنګ له خواترسره کیږي که چیرې ته دومره په پښتومین یی نوکولای شی مونږسره په دې غورځنګ کې یوځای شی اوهغه څه چې پټې اودپښتنوپرضدهغه له مونږشریک په ګډه به له ټولوپښتنوورونووغواړوچې پرضدیې مبارزه پیل کړی . شمشادهغه ...ادامه ورکړۍ
څو ورځې کيږي په ځينو پاڼو کې د شمشاد ټلويزيون ضد ليکنې وينم، د ليکنو دا لړۍ پسې وغځيده لومړۍ هغه(( والله په ليدلو يې شرميږم)) تر نوم لاندې شوې وه. نن بله(( شمشاد له ماتې وژغورۍ)) تر نوم لاندې وليده، څو ورځې وړاندې مې بيا په افغان پيپر په نوم پاڼه کې په يون صيب  او ژوندون راډيو ټلويزيون پسې د ځينو پښتون ضدو خلکو ليکنه ولوسته چې په خپل وار سره مې ژر ځواب ورکړ. خو دا چې د شمشاد په اړه لږ ټکنی شوم، يو علت يې درلود ...ادامه ورکړۍ

.ددی سایټ د ټولو مطالبو حقوق له افغان ځواک سره خوندی دی ©